د ۲۰۲۴ کال هاکي اسيايي اتلولیو کې هند دوه د یو پر وړاندې پاکستان مات کړ

۴ ورځې مخکې

د هند هاکي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال اسیايي هاکي اتلولۍ په سيالیو کې پاکستان لوبډلې ته ۲ د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.

دواړو لوبډلو خپلي نمرې پوره کړې او د سياليو نيمه پايلوبو ته يې لاره پيدا کړې ده.

د پاکستان او هند هاکي لوبډلو ترمنځ په دې سيالۍ کې پاکستاني لوبغاړي احمد نديم په شپږمه دقيقه کې ګول ووهه؛ خو د هندي لوبغاړو د پرله پسې هڅو وروسته لوبډلمشر هرميت پريت په ۲۱ دقيقه کې د یو ګول په وهلو سره لوبه مساوي کړه.

د سيالۍ په دويمه نېمايي کې دواړو لوبډلو د بريا لپاره هڅې کولې، چې هند دوهم د ګټلو ګول ووهه او پاکستانۍ لوبډله يې ماته کړه.

هند د هاکي په دې سياليو کې تر دې مهاله ۵ پرله پسې لوبې ګټلي او دا د پاکستان لومړۍ ماتې وه.

د ۲۰۲۴ هاکي اسيايي اتلولیو سیالۍ د چين په کوربتوب پيل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو