له ایران او پاکستانه له ۳۵۰ زیاتې کورنۍ هېواد ته په خپله خوښه او جبري توګه راستنې شوې دي

۴ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د کډوالو وزارت له قوله لیکلي، چې له ایران او پاکستانه د جمعې په ورځ د (وږي په ۲۳مه) ۳۵۵ افغانې کورنۍ په خپله خوښه او جبري توګه اېستل شوې دي.

په راپور کې راغلي چې، دغه کورنۍ د کندهار، هرات، ننګرهار او نیمروز ولایتونو له لارې راستنې شوې چې پر اړمنو کورنیو لازمې مرستې هم وېشل شوې دي.
ایراني چارواکو په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ ډېره تنګه کړې او داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې اسناد لرونکي کډوال هم د هغه هېواد د پولیسو له‌خوا نیول کېږي، هر څه ترېنه تروړل کېږي او تش لاس خپل هېواد ته شړل کېږي.
دا رنګه د پاکستان په بېلابېلو صوبو کې هم له کډوالو سره ورته چلن کېږي؛ خو د ایران پرتله دغلته د زور زیاتي کچه ټیټه ده، خو بیا هم دغلته ګڼ افغانان په وېره ژوند تېروي او تر ډېره له کوره د باندې پرته له اړتیا تګ راتګ نه شي کولای.
په ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال له طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې د ډیپلوماټیکو لارو په کارولو سره دې د دوی ستونزې له کوربه هېوادونو سره هوارې کړي.
دا رنګه دغه کډوال په نړۍوالو بنسټونو هم غږ کوي، چې دوی دې دغه هېوادونه دې ته اړ کړي چې د نړۍوالو کنوانسیونونو په پام کې نېولو سره په خپلو کړو، وړو کې بدلون راولي او افغانانو ته دې هم د اړو کسانو په سترګه وګوري، هغوی ته چې دا مهال په خپل هېواد کې د ژوند تېرونه ناشونې ده.

نور خبرونه

رادیو