په ایران کې یو افغان کډوال: ایران ان پر افغانانو د وچې ډوډۍ پر پلور بندیز لګولی

۴ ورځې مخکې

په ایران کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران سخت دریځي زیاته شوې ده.

په ایران کې میشت یو افغان کډوال وايي، چې ایران د نورو بندیزونو ترڅنګ په ځینو سیمو کې پر افغانانو د وچې ډوډۍ پر پلور هم بندیز لګولی دی.
تر دې مخکې د کرمان په بردسیر ښار کې پر افغان کډوالو د ډوډۍ خرڅون د منع کیدو په اړه خپور شوي یو پیغام، غبرګونونه راپارولي وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رسول موسوی د دغه اعلان په غبرګون کې پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي و: «څه وشول چې له داسې یوه تاریخ، کولتور، ادب او عرفان سره چې لرو یې، داسې شو؟»
یو افغان کډوال دا هم وویل، چې په وروستیو میاشتو کې د ایران دولت بېلابېلو فشارونو په اچولو سره په ایران کې د افغان کډوالو ژوند ستونزمن کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې د ایران امنیتی ماموران ان هغه کډوال شړي، چې له پاسپورټونو او ویزو سره دغه هېواد ته راغلي دي.
په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په لسګونو زره افغانان د اقتصادي فشارونو او امنیتي ګواښونو له امله ایران او پاکستان ته کډوال شول.

د پخواني پوځیانو اېستل

یو شمېر هغه کډوال چې له د ۱۴۰۰ له زمري میاشتې وروسته ایران ته تللي د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه دي چې د طالبانو د غچ اخیستو له وېرې یې په دغه هېواد کې پناه اخیستې ده.
د افغانستان د پخواني حکومت یو سرتیري چې په ایران کې ژوند کوي، افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې ویلي، چې د ده او د کورنۍ د ویزو موده یې پای ته رسېدلې ده او ایران له هغوی څخه غوښتي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
دغه افغان کډوال وايي، چې نه شي کولای بېرته افغانستان ته ستون شي، ځکه طالبانو ورته د نيولو او شکنجو ګواښ کړی دی. دغه پخواني سرتېري وويل، چې طالبانو يې پلار او ورور نيولي او شکنجه کړي یې دي او افغانستان ته د ده د بېرته ستنېدو غوښتنه یې کړې ده.
دى وايي، چې د طالبانو په زندانونو کې د ده يو شمېر پوځي ملګري د شکنجې له امله وژل شوي او د ځینو نورو تر نيول کېدو وروسته، د هغوی د برخلیک په اړه معلومات نه لري.
دغه افغان کډوال وويل، د ایران دولت دغه ګواښونه له پامه غورځوي او د هغه او کورنۍ ويزې نه تمديد کوي.
هغه دا هم وویل، چې په ایران کې د ملګرو ملتونو دفتر ، د هغه غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی او "هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی دفتر ته ننوځي."
هغه وايي، چې د يوه شفټ معاش په بدل کې د ورځې شاوخوا درې شفټونه کار کوي، خو له همدې شرايطو هم راضي دى، خو ایران بايد د ده د اېستلو پرېکړه ونکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ايران څخه تر شړلو وروسته د افغان حکومت د پخوانيو پوځيانو د نيولو او شکنجه کېدو په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د ایران حکومت د افغان کډوالو اېستل او په ورته وخت کې په ایران کې دننه پر هغوی بندیزونه زیات کړي دي.
یو بل کډوال چې په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته راغلی وايي، چې په ایران کې د افغانانو پاسپورت او ویزه هېڅ اهمیت نه لري.
هغه وايي، چې له لسو ورځو وروسته له خپل پاسپورت او ویزې سره له ایران څخه راستون شو.

نور خبرونه

رادیو