شنبه‌های ارغواني غورځنګ: نړۍواله ټولنه دې پر طالبانو خپل ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي

۴ ورځې مخکې

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ وایي، پر طالبانو د فشارونو راوستلو لپاره نړۍواله ټولنه باید یوه ثابته او معقوله تګلاره غوره کړي.

دغه غورځنګ په اېکس پاڼه په یوه خپور شوي بیان کې ویلي، له طالبانو سره تعامل نه یوازې دې ډلې ته اجازه ورکوي چې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې زور زیاتی زیات کړي؛ بلکې په نړۍواله کچه یې هم بنسټیزې ازادۍ او د ښځو حقونه له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي.
د دغه غورځنګ دویمه غوښتنه دا ده، چې پر طالبانو ټولې مالي سرچینې او بهرنی ملاتړ په بشپړ او هر اړخیز ډول بند شي.
دغه راز شنبه‌های ارغواني غورځنګ په خپلې درېیمې غوښتنه کې ویلي، چې پر طالبانو دې ډیپلوماټیک او د سفر بندیزونه ولګول شي؛ چې دغه ډله په نړۍواله کچه منزوي کړي او له نړۍ سره یې اړیکې پرې شي.
د دغه غورځنګ څلورمه غوښتنه دا ده، چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د حقیقت موندنې یو خپلواک او بې پرې کمېسیون جوړ کړي.
په شپږمه غوښتنه کې راغلي، چې نړۍواله ټولنه باید په ښکاره او فعاله توګه په افغانستان کې د دیموکراتیک اپوزیسیون او مقاومت ډلو ملاتړ وکړي، دوی ته د اړتیا وړ سرچینې او ملاتړ چمتو کړي؛ چې د افغانانو غږ اوچت کړي.
دغه غورځنګ په خپلې وروستۍ غوښتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د خلکو د پام اړولو لپاره پراخ کمپاین ته اړتیا ده. دا وړ کمپاینونه باید د نړۍوالو او خواله رسنیو له لارې خپاره شي؛ چې په دې توګه په نړۍوالو فورمونو کې پر طالبانو فشارونه زیات شي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د افغان ولس او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو پای ته رسول، اوس تر بل هر وخت ډېر اړین دي.

نور خبرونه

رادیو