افغان کرېکټ بورډ وایي، د نیوزیلنډ سره ټېسټ لوبه د بارانونو له امله لغوه شوه

۵ ورځې مخکې

افغان کرېکټ بورډ د دغه تصویر په خپرولو سره ویلي، چې په ګرېټر نوېډا کې د پرله پسې بارانونو له امله یې له نیوزیلنډ سره یواځینۍ ټېسټ لوبه لغوه شوه.

دغه لوبه چې تمه کېده، د (سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه) د افغانستان په کوربه‌توب پیل شوې وای؛ خو په ګرېټر نوېډا کې د دوامداره بارانونو له امله لغوه شوه.
په تېرو څلورو ورځو کې د پرله پسې ورښتونو له امله په دغې لوبه کې نه کومه توپ وهنه ترسره شوه او نه هم توپ اچوونه.
تر دې وړاندې د افغانستان کرېکت بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې هندوستان کې یې د دغې لوبې ترسره کېدو لپاره د بېنګلور، کانپور او ګرېټر نوېډا لوبغالو غوښتنه کړې وه؛ خو د هندوستان دوه لوبغالي د کورني کرېکټ له امله بوخت وو او دغه هېواد ورته د ګرېټر نوېډا لوبغالی وټاکه.
له بل پلوه له سویلي افریقا سره (د سپټمبر په ۱۸مه) د افغانستان ملي لوبډلې درې یوه ورځنۍ سیالۍ پیلېږي.
دغه سیالۍ به د افغانستان په کوربه‌توب د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو