د البانیا د غونډې ګډونوالې: په دې غونډه کې په ګډون سره مو خپل ژوند په خطر کې اچولی

۴ ورځې مخکې

د افغان ښځو د ناستې درېیمه ورځ په البانیا کې د افغانستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو څخه د څه باندې سلو افغان مېرمنو په ګډون ترسره شوه.

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې یو شمېر ښځې له افغانستان څخه د یوه خطرناک او پېچلي سفر له لارې دغې غونډې ته راغلي او خپل ژوند یې په خطر کې اچولی.
دغه غونډه چې د افغان مېرمنو تر ټولو ستره غونډه بلل کېږي، د چهارشنبې په ورځ ( د وږي ۲۱مه) د البانيا په پلازمېنه تيرانا کې د څه باندې ۱۲۰ افغان مېرمنو په شتون سره پيل شوه.
ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی، هېڅ تضمین نشته چې له افغانستان څخه راغلې مېرمنې دې له ستنیدو وروسته په هېواد کې په امن کې پاتې شي.
دغې ورځپاڼې لیکلي چې یو شمیر افغان مېرمنې چې په پام کې وه په دې غونډه کې برخه واخلي یا له ډیورنډ کرښې ګرځول شوي او یا هم په پاکستان کې له الوتکې کته کړل شوي دي.
په دغه غونډه کې له افغانستان څخه راغلې یوې میرمنې ویلي، چې طالبانو یې په الوتکه کې د کیناستلو مخه نیولې وه، خو بالاخره بریالۍ شوه چې البانیا ته راشي.
هغې وویل: «هره ورځ کله چې له کوره وځئ نو باید فکر وکړئ چې ایا دا کار خوندي دی؟ ایا دا د خطر اخیستو ارزښت لري؟ زه کله چې بیرته ستنیږم په دې نه پوهیږم چې بندي به شم که نه. زه مجبوره وم چې دلته راشم که نه نو څه تضمین شته چې وضعیت دې بدل شي.»
یوې بلې ښځې چې له افغانستانه یې په دې غونډه کې برخه اخیستې، په دغه هیواد کې په ښځو لګول شویو بندیزونو ته په اشارې سره وايي، چې تر ټولو زیات زیان ښځې او نجونې زغمي.
د دې غونډې له جوړونکو څخه فوزيه کوفي وايي، چې له څه باندې دوو کلونو راهيسې یې هڅه کوله چې دغه غونډه جوړه کړي او د دې غونډې د کوربه په پيدا کولو کې له ستونزو سره مخ شوې وه.
د افغانستان د پارلمان دغې پخوانۍ غړې ټینګار وکړ: «موږ غواړو دا وښيو چې افغانې ښځې هېڅکله له مبارزې لاس نه اخلی.»
په دې غونډه کې يوې افغان سندرغاړې الهي سرور هم يوه اعتراضي سندره وړاندې کړه او هيله یې څرګند کړه چې دا سندره به د افغان مېرمنو د اعتراض غږ بیان کړي او د ظلم پر وړاندې به خپل مقاومت ته دوام ورکړي.
د دې غونډې موخه د افغان مېرمنو ځواکمنتیا ښودل شوې، ترڅو د خپل هېواد د راتلونکي او د ښځو د حقونو لپاره د مبارزې په اړه نړۍوالو بحثونو کې خپل غږ پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو