کرېکټ بورډ: د دوامداره او شړکنده باران له امله د څلورمې ورځې لپاره هم ټېسټ لوبه ځنډېدلې ده

۶ ورځې مخکې

د افغانستان او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ یواځینۍ ټېسټ لوبه باید د روانې سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه د افغانستان په کوربه‌توب پیل شوې وای؛ خو په ګرېټر نوېډا کې د دوامداره بارانونو له امله نن څلورمه ورځ هم یاده لوبه ځنډول شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ له ګرېټر نوېډا څخه یوه ویډیو خپره کړې، چې لیدل کېږي، په لوبغالي کي شدید باران ورېږي.
د لوبې تصبره کوونکی انډریو لونارډ وايي، په ګرېټر نوېډا کې د شدیدو بارانونو له امله د څلورمې ورځې لپاره د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ ټېست لوبه وځنډول شوه.
ښاغلی لونارډ وايي:« دا ډېره خواشینوونکې ده، چې داسې یو بد خبر درته وایم، زه همدا اوس په لوبغالي کې ولاړ یم؛ خو دا د لوبغالي په شان نه ښکاري د شدیدو بارانونو له امله لوبغالی د لامبو وهلو د ډنډ په شان ښکاري، د څلورمې ورځې لپاره هم دا ټېسټ لوبه نه ترسره کېږي.»
دغه سیالي د افغانستان په کوربه‌توب د هندوستان په ګرېتر نوېډا کې ترسره کېږي؛ خو هلته د مونسون فصل په پیل سره دوامداره بارانونه ورېږي.
افغان لوبډلې د یادې ټېسټ سیالیو لپاره بشپړ چمتوالۍ نیولی دی.

نور خبرونه

رادیو