د بشري حقونو او افغان مېرمنو لپاره د امریکا استازې ته؛ یولیک، څو پوښتنې
مېرمن رینا امیري سلام. روغه اوسې. خبر شوم، چې په البانیا کې دې څه مېرمنې درغوښتي، چې د « افغان مېرمنو» په اړه خبرې وکړئ. ښه خبره ده، خدای دې د خیر غونډه کړي.
څو میاشتېکم درې کاله کیږي، چې د افغان مېرمنو لپاره د نړۍ د تر ټولو لوی زبرځواک استازې ټاکل شوې یې. ستا په هېواد ( د امریکې متحده ایالات) کې د مدیریتي ارزونې یو اصل دا دی، چې د ماموریت پایلې ته کتل کیږي، چې په شته وضعیت کې یې څومره بدلون راوستلی دی، نه پروسې ته.
یعنې ستا د ماموریت په بهیر کې چې تا څومره غونډې جوړې کړي، مېلمسیتاوې دې کړي، ویناوې دې اورولي، کاغذونه دې تور کړي، سفرونه دې کړي او پیسې دې لګولي... ښايي د افغان مېرمنو په وضعیت کې څه مثبت بدلون راغلی وای.
خو چې ګورو، افغان مېرمنې اول له پوهنتونه، بیا له ښوونځي، روسته له کار و پارک ته تللو، همداسې پسې له کوره راوتلو او مخ ښکارولو راوګرځول شوې، همدا دوه درې اونۍ مخکې یې غږ اورېدل هم حرام او عورت وګڼل شو.
په سلګونو بندیانې یا ووژل شوې، میلیونونه تبعید شوې، میلیونونه وږې و نهار و وزګارې دي، د مور و ماشوم د مړینې کچ تر هربل وخته لوړ دی، زرګونه یې د څلورمې و درېیمې مېرمنې په حیث په زوره یا له ولږې واده کړلای شوې، ځینې یې د وچې ډوډۍ په بدل کې وپلورل شوې... او کیسه لا همداسې روانه ده، ستا د کار او درې کلن ماموریت پایله څه ده؟
د امریکايي مدیریت له اصولو سره سم ته پخپله خپل ماموریت ( د نتایجو له مخې) څنګه ارزوې؟
راځه، څو شېبې له امریکاييتوبه راووځه، ماموریت دې هېر کړه، سیاست یوې خوا ته پرېږده، یوازې یوه عادي انسانه شه، یوه ښځه. بېرته خپلې څلورکلنۍ ته ولاړه شه، چې له افغانستان څخه ووتلې او د خپلو خوبونو زمکې (امریکا) ته ورسېدلې... هغه مهال دې میلیونونه همزولې په پلرني هېواد کې پاتې شوې. له خپل سیاست و ماموریت لرې، خپلې ښځینه عاطفې ته ورننوځه او ویېسنجوه، چې ستا پر هغو همزولو څه پېښ شول؟ او څه روان دي؟
له تا سره د هغوی توپیر دا و، چې هغه مهال یې له وطنه د وتلو لاروچار نه لرله او که نه ښايي ډېرې به یې اوس ستا په شان نړیوالې څېرې وای.
ښايي ساده یې په امریکايي منطق راځواب کړې، چې: په سیاست کې عاطفه و اخلاق نهشته، یوازې ګټې او زور مطرح دي.
ریښتیا، یوه پوښتنه:
له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۸ پورې افغان ښځې یوه خوا او له ۲۰۲۰ څخه تر نن پورې افغان ښځې بله خوا؛ د دې دوه تاریخي دورو د ښځو ترمنځ توپیر څه دی؟
هغه مهال مو د افغان ښځو حقونه ولې د هرې بدلې سر وو او اوس مو ټولې د دوزخ تاترین ته ورټېل وهلې؟
« نه بدان شوري شوري نه بدین بېنمکي»
د اوباما د واکمنۍ پرمهال، چې ته یې هم د بهرنیو چارو د وزارت ماموره وې، تاسو په افغانستان کې د څو لویو بشري پروژو کار د دې لپاره ځنډولی و، چې ګواکې د افغانستان جمهوري دولت باید په څه اداري برخو کې د ښځینه کادرونو فیصدي لوړه کړي، فشار مو دا و چې باید د امنیتي سکتور تر رهبرۍ پورې ښځې حضور ولري، هغه څه چې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې یې خلک حیران کړي وو او د امنیتي - پوځي ارګانونو په معینیتونو کې یې د بېتجربه پېغلو حضور د مخالفانو د تکفیري تبلیغاتو تبر ته لاستی ورکاوه.
څه پېښ شول؟ چې هماغه ښځې مو په ۲۰۲۰ کې رسماً داسې ډلې ته وروسپارلې، چې تر ټولو لوړ فکري مبلغ یې وايي: « ښځې ته ښه مړۍ ورکوه، کالی ورکوه او نوره یې راڅملوه!»
دغه مبلغ او لښکر یې هم له هغو شپېتو زرو مدرسو څخه راغلي، چې ستا د سړې جګړې پر مهال په پاکیستان کې پرانیستل شوې.
ستاسو سیاسي مجبوریتونه شاربل دې پوښتنې ته ځواب ویلای نهشي. سپینه یې ووایه، چې هاغه سیاست غلط و، که نننی سیاست مو غلط دی؟ هغه مهال مو درواغ ویل که نن؟
پر افغانستان واکمنه ډله مدعي ده، چې ۹۹ فیصده غړي یې د ښځمنو د کار و زدکړې پلویان دي. دوی وايي هغه یو فیصد مخالفان یې هم موږ نه پېژنو چې څوک دي؟ خو په عمل کې ښوونځي و پوهنځي و کارځایونه ټول د ښځمنو په مخ تړلي دي. ته دې اسناد و ګوره چې دا یو زورور فیصد ریښتیا څوک دي؟
داسې خو به نه وي، چې دا یو فیصد کوم بهرنی زورور وي؟
ته وګوره چې ستا همکار او د «استازي» لیکوال خو به د دوحې په پټو ضمیمو کې په دې اړه څه نهوي راوړي؟
ته په څلورکلنۍ کې له افغانستان څخه وتلې یې. ستا د وتلو کال د افغانستان د ټولنیز ثبات او فرهنګي اعتدال د اوج کلونه وو، لومړنی جمهوریت جوړ شوی و. د ښځو وضعیت په طبیعي توګه مخ په ښهکېدو و، نه په کې افراط و نه تفریط. په ښارونو کې ښځو زدکړې وکار کاوه، په کندهار و بدخشان کې د نجونو ممتازې لیسې فعالې وې، د سپورت ټیمونه یې لرل. د ښځینه معارف نهضت کلیو ته په ورپراخېدو و. افغانستان د اعتدال وطن و.
نه ستا د ماموریت او شل کلن حضور د وخت په شان د ښځو د حقونو تصنعي نغارې ډنګېدې او نه هم د اوسمهال په شان د افغانانو ژوند ډبرپېر ته وړل شوی وو، هرڅه پرخپل ځای وو.
اوس چې د البانیا په کوم ډېر لوکس هوټل کې سره راجرګه شوي یاست او په تبعید کې مو یو شمېر افغان مېرمنې راټولې کړې دي، ریښتیا ووایه، چې کومه داسې پټه معما ده، چې راز یې معلوموې؟
ایا ریښتیا د امریکا متحده ایالات نه پوهیږي، چې افغان مېرمنې په څه حالت کې دي؟ ایا حللاره له بېچاره تبعیدشویو او ځپلشويو افغان مېرمنو څخه پوښتئ؟
کله چې د خپل دغه سفر د لګښتونو راپور اړونده مراجعو ته وړاندې کوې، دا درڅخه پوښتي، چې پایله یې څه وه؟
ستا د تېرو څومیاشتو کم درې کاله ماموریت د لګښتونو او منډو رامنډو یو ويښته مثبت اغېز راښوولای شې؟ چې د هېوادمېشتو شاوخوا شل میلیونو ښځمنو د اوښکو وچولو لپاره یې لرلای وي؟
زبرځواکونه د زور ترڅنګ نړیوال اعتبار ته هم جدي اړتیا لري، که زما دغه ساده پوښتنې بېځوابه پاتې شي، نو تاسو به خپل نړیوال اعتبار څنګه وساتئ؟
یوازې په زور؟
ځکه په نړۍ کې هغه خلک چې داسې پوښتنې ورسره شته،کم نه دي.
د مصر و روم افسانوي شاهمېرمن کلیوپاترا ته منسوبه خبره ده، چې ویل یې: ښځې په سیاست کې دوه وسلې لري، توره او عاطفه. ډېره ځله یې دویمه وسله تر لومړۍ هغې اغېزناکه وي.
د تورې له زوره خو مو خبر یو، خو په دې نهپوهیږو، چې ستا عاطفه ریښتیا څه وايي؟
یوه ورځ دې وویل:
«پر افغانستان واکمنې ډلې ته د امریکا د صبر کاسه په ډکېدو ده!»
په هماغه ورځ ستا د هېواد یوه لوړپوړي ویاند وویل: « موږ نړۍ هڅوو، چې په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره تعامل زیات کړي.» دا تناقض به بېشک د اوسمهالي موډېرن ستراتيژيک سیاست ښکارندوی وي، خو زما پوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې د هغې معصومې نجلۍ اوښکو ته ځواب ویلای شي، چې هم وږې ده، هم تږې خو ښوونځی غواړي او که ښوونځی یې همداسې بند وي، ښايي د کوم شیخ څلورمه ښځه به شي؟
ته څه فکر کوې؟
دا مه ګڼه، چې افغانان د خپلو ښځو لپاره حقونه له تا څخه غواړي او یا یې ستا په مرسته غواړي.
نه! هيڅکله نه! ابداً !
«ما را زخیر تو امیدی نیست، شر مرسان!»
ځکه، هغه مهال (۱۹۱۹) چې په افغانستان کې د ښځو نهضتپیل شوی و، په امریکا کې لا مدني حقونه او ټولنیز اصلاحات په خاپوړو وو.
موږ د افغان نجونو او مېرمنو ژوند او حقونه ستاسو د پېچلیو لوبو قرباني بولو، اصلي پوښتنه دا ده، چې دا لوبې پای لري او که نه؟
ځکه له افغان ښځو څخه هرڅه په ۲۰۲۰ کې د دوحې تړون واخیستل، نه بل چا.
زه تمه نهلرم، چې دا لیک دې تر تا درورسیږي، او یا که درورسیږي هم ته به یې ولولې، یا به کوم اهمیت ورکړې.
زه غواړم، دا لیک د افغانستان خلک، په تېره ځورېدلې افغان مېرمنې ولولي، چې د راتپل شوي افراط و تفریط قربانیانې دي.
غواړم افغان مېرمنې پوه شي، چې پردۍ پروژې، ډونران، لوکس هوټلونه، غونډې، NGO گانې او امریکايي مدیریتونه دغسې پایلې لري، لکه چې ومو لیدلې.
غواړم افغان مېرمنې پوه شي، چې د دوی حقونه د دوحې تړون ورڅخه تروړلي او د اغلې رینا امیري واکمني اوس هم د افغان مېرمنو له جلادانو سره پر نړیوال تعامل ټینګار کوي.
«کَس نخارد پشت من، جز ناخن انګشت من»
که پخپله په یوه ملي ځواک بدلېدلای شو، ځان به وژغورو او که نه ستر خوشال خو پخوا لا ویلي وو:
هم مې ووژني پخپله، هم په ما باندې ژړا کا
څه ښه یار دی، ښه یې مینه، وژل هسې شیون هسې
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.