د افغان کډوالو د ستنولو په لړ کې له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه ۲۶۹ کورنۍ راستنې کړل شوې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/00d0a24dd995078c9f4c83968ef99abc5e8a143d-1280x872.jpg?rect=0,76,1280,720&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
دغه افغان کډوال تېره ورځ د پاکستان او ایران څخه د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات له لارو راستنې کړل شوې دي. طالب چارواکو ویلي، چې پر تازه راستنو شویو کډوالو یې مرستې هم وېشلې دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس لیکلي، چې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ستنولو په لړ کې تېره ورځ ۲۶۹ کورنۍ افغانستان ته راستنې کړل شوې.
په دغه تازه راستنو شویو کورنیو کې ۱۸ د ننګرهار د تورخم، ۳۹ د کندهار د سپین بولدک، ۸۹ د نیمروز د وریښمو پله له لارې او ۱۲۳ کورنۍ هم د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.
طالبان وايي، د یادو کډوالو له ډلې څخه ۱۴ کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولې دي.
پاکستان او ایران د تېر یوه کال راهیسي د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلې او په دې موده کې یې سلګونه زره افغان کډوال په زور له خپلې خاورې اېستې دي.
خو د راپورونو له مخې، په هېواد کې د بېکارۍ د کچې د لوړېدو له امله هره ورځ سلګونه افغانان د کار په لټه خپل هېواد پرېږدي او پر ناقانونه لارو ایران، ترکیې او اروپایې هېوادونو ته ځانونه رسوي.