پکتیا کې یوې بهر مېشتې مېرمنې د مور او ماشوم د پالنې لپاره په خپل لګښت روغتون جوړ کړی

۷ ورځې مخکې

د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ سرګل کلي یوې بهر مېشتې مېرمنې په خپل لګښت د مور او ماشوم د پالنې یو روغتون جوړ کړی چې ټول امکانات په کې موجود دي.
ویل کیږي، پر دغه روغتون شاوخوا ۷۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی.

تېره ورځ د یاد روغتون د پرانیستې پرمهال د دغې بهر مېشتې مېرمنې یوه استازي سلیمان صالح سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې د مور او ماشوم د پالنې دغه روغتون پر زېږنتون سربېره، بیړنۍ خونه، د ماشومانو داخله څانګه، ۲۲ بسترونه او عصري لابراتوار لري.
هغه ویلي، چې دغه روغتون یې د دوو کلونو په موده کې جوړ کړی چې تر دې دمه یې ټول لګښت شاوخوا ۷۰ میلیونه افغانۍ شوی دی.
ښاغلي صالح وړاندې ویلي، چې د مور او ماشوم په دغه روغتون کې به د سیمې خلکو ته د شپږو کلونو لپاره وړیا خدمتونه وړاندې کوي.
ځاځي اریوب کې د سیمې خلکو د دغه روغتون په جوړېدو خوښي ښودلې او هیله لري چې دغه روغتون یې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړېنې په کچه کې کموالی راولي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس هم تېره ورځ چهارشنبه (وږي ۲۱مه) په ایکس پاڼه يو خبر خپور کړی و او په کې ویلي یې و، چې په پکتیا کې د دغه روغتون د پرانیستې مراسمو ته د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هم ورغلی و.
باختر اژانس د نور جلال جلالي له قوله لیکلي چې، دا مهال په پکتیا کې د روغتیا برخې ستونزې ډیرې دي او هڅه یې دا ده چې دغه ستونزې راکمې او خلکو ته ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
د طالبانو روغتیا وزیر ویلي، چې د ټول افغانستان په کچه په ۴۰۰ ولسوالیو کې یوازې ۹۳ یې د ولسوالۍ په کچه روغتونونه لري او پاتې هغه د ولایتونو مرکزونو ته ځي.
د پکتیا په لرې پرته ولسوالۍ ځاځي اریوب د مور او ماشوم د پالنې دغه روغتنون په څلور جرېبه ځمکه جوړ شوی چې په دوو پوړونو کې ۲۲ بسترونه، زېږنتون، بیړنۍ خونه، د ماشومانو داخله څانګه او عصري لابراتوار لري.
ځاځي اریوب د پکتیا له مرکز ګردیز څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره لرې پرته غرنۍ ولسوالي ده چې د ولسوالۍ او کلیو سړکونه یې ویجاړ او د سختو ناروغیو او زېږون پر مهال ډېری ناروغان روغتیايي مرکزونو ته پر وخت نه شي رسېدلی او په لاره کې ساه ورکوي.
د افغانستان په ډېرو ولایتونو په ځانګړې توګه په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي مرکزونه او ډاکټران نه شته.

د لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی او د روغتیایي کارکوونکو په ځانګړي توګه د ښځینه ډاکترانو او کارکونکو کموالی د میندوارۍ اړوند ناروغیو له امله د میندو د مړینې ډېرېدو لوی لاملونه بلل کیږي.
که څه هم روغتيايي نړۍوالو سازمانونو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د مور او ماشوم د وضعت په اړه خپل وروستي معلومات نه دي شريک کړي؛ خو تېر ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ويلي و، چې افغانستان د زېږون پر مهال د میندو د مړینې له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.

همدا راز، د روغتیا نړۍوال سازمان هم د ۲۰۲۳ کال په خپل راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د دغه هېواد تر شپږو ګاونډیو هیوادونو لوړه ده او د میندو د روغتیا د لا خرابیدو وېره شته.

نور خبرونه

رادیو