کرېکټ بورډ د سوېلي افریقا پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړ خپور کړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۲

دغه سیالۍ د افغانستان په کوربه‌توب شپږ ورځې وروسته د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د سوېلي افریقا سره د یو ورځنیو لوبډلې په نوملړ کې تر ډېره ځوان لوبغاړي ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د سوېلي افریقا سره د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړ خپور کړ.
د کرېکټ بورډ له لوري په اعلان شوي نوملړ کې د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ، رحمن الله ګربز، رحمت شاه، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي، اکرام علي خېل، ګلبدین نایب، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، فضل حق فاروقي، فرید ملک، نوید ځدراڼ او بلال سمیع اخیستل شوي دي.
دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه سیالۍ د روانې میاشتې په ۱۸مه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیلېږي، چې د همدې میاشتې تر ۲۲مې به دوام وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ چې تېره اونۍ پر پښه ټپي شوی او ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن چې پر لاس ټپي دی، په دې سیالیو کې برخه نه شي اخیستی.
ویل کېږي، چې په دغو سیالیو کې به د ابراهیم ځدراڼ پر ځای ځوان لوبغاړی عبدالمالک او د مجیب الرحمن پر ځای به دروېش رسولي لوبې وکړي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې دروېش رسولي تر اوسه ۷ نړۍوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې؛ خو دا به لومړی ځل وي، چې نوموړی په یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو کې لوبېږي.
په خبرپاڼه کې د کرېکټ بورډ د اجراییوي مشر نصیب خان له قوله ویل شوي، چې دا د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې دوی د سوېلي افریقا کوربه‌توب کوي.

نور خبرونه

رادیو