طالبانو له کور د تېښتې په تور دا اونۍ دریم ځل یوه بله ښځه په غور کې په دورو ووهله

۶ ورځې مخکې

د طالبانو ستره محکمه وايي، دې ډلې په غور ولایت کې نن یوه ښځه له کور د تېښتې په تور د خلکو په مخ کې ۳۹ دورې ووهله او په دوه کاله بند یې محکومه کړه.

دا په روانه اونۍ کې دریم ځل دی چې طالبان په غور او بامیان کې ښځو ته له کور د تېښتې په تور په عام محضر کې سزا ور کوي.

د طالبانو سترې محکمې په خپله اعلامیه کې د هغې ښځې د پېژندګلوي او له کور د تېښتې د لامل په هکله څه نه دي ویلي، چې نن یې په غور کې سزا ور کړې ده.

طالبانو درې ورځې مخکې هم په دغه ولایت کې درې ښځې له کور د تېښتې په تور او څلور نارینه د «زنا» په تور په عام محضر کې په دورو ووهل.

دې ډلې تېره شنبه په بامیان کې هم دوه ښځې له کور د تېښتې په تور په دورو وهلې وې.

د جمهوریت په وخت کې د کورني تاوتریخوالي له امله ښځو په خپلو ولایتونو کې امن خونو ته پنا وړه، خو د طالبانو واکمنېدو سره دا ډول خونې او د ښځو نور ملاتړي مرکزونه وتړل شول.

د دا ډول مرکزونو تړل کېدو سره د ښځو ضد کورنی تاوتریخوالی هم ډېر شوی، چې له امله یې ان ښځې ځان وژنه هم کوي.

خو طالبانو نه یوازې د ورته چارو مقابل کې کوم ځانګړی تدابیر نه دي نیولي، بلکې دې ډلې ګام په ګام پر خلکو په تېره ښځو خپل محدودیتونه زیات کړي او د یو بل جرم په تور نږدې هره اونۍ په څو ولایتونو کې خلک په دورو وهل کېږي.

دې ډلې پر غور او بامیان سربېره روانه اونۍ په پکتیکا کې یو کس او په میدان وردګ کې څلور کسان د مختلفو جرمونو په تور په دورو ووهل.

د ټولو نړیوالو او د بشري حقونو د بنسټونو د نیوکو سره، سره طالبان دغسې سزاوې د عامو خلکو په وړاندې په خلکو پلي کوي.

نړیوال بنسټونه د دغه ډول سزاو ورکړه له انساني کرامت سرغړونه بولي، خو طالبان وايي د دوی ټولې کړنې د «اسلامي شریعت» سره سمې ترسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو