د بشري حقونو فعاله: د طالبانو د حکمونو په وړاندې د اسلامي هېوادونو چوپتیا د خپګان وړ ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۱

د افغانستان د بشري حقونو فعالې حوریه مصدق د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د افغان ښځو له حقونو څخه د محرومیت او په «کور کې د هغوی زنداني کولو» په اړه د اسلامي هېوادونو پر چوپتیا نیوکه وکړه.

هغې په «کندهار کې د ناڅرګند کس» د امر په وړاندې د دغو هېوادونو چوپتیا «د خپګان او کرکې وړ» وبلله.
هغې پر نورو هېوادونو هم د طالبانو سره د اړېکو «عادي کولو» او «په نرمۍ سره د رسمیت پېژندلو» له امله نیوکه وکړه، ویې ویل چې دغه حکومتونه د افغان ښځو پر وضعیت نه پوهېږي او د هغوی حالت یې له پامه غورځولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دویمې ورځې لپاره هم د افغانستان پر وضعیت بحث وکړ او ګډون کوونکو هېوادونو پر طالبانو نیوکې وکړې.
اغلې مصدق پر اسلامي هېوادونو تور ولګاوه چې تر اوسه پورې یې په افغانستان کې د طالبانو پر تګلارو «هیڅ اعتراض» نه دی کړی.

هغې د طالبانو مشر ته کنایه ډوله اشاره وکړه او ویې ویل: «زه له اسلامي هېوادونو څخه پوښتنه کوم چې په کندهار کې یو ناڅرګند سړی ناست دی او ځان ته امیرالمومنین یا د ټولو مسلمانانو مشر وايي. ایا د هغه عقیده ریښتیا هم تاسو ته د پلي کولو وړ ده؟»
مصدق په ځانګړې توګه د امربامعروف او نهي عن المنکر د قانون د اعلان یادونه وکړه، چې د افغانستان په اړه د بشري حقونو د شورا د غونډې په لومړۍ ورځ د نړۍ د ګڼو هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شو.
حوریه مصدق وویل: «د طالبانو له خوا د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون له تصویب وروسته د اسلامي هېوادونو له غبرګون څخه په بشپړه توګه مایوسه او خپه شوی یم. د اسلامي هېوادونو هیڅ کوم اعتراض مې ونه لید.»
اغلې مصدق وویل، «هیڅ ډول تاوتریخوالی یا توپیري چلند باید د کلتور یا دین په نوم توجیه نه شي.»
د بشري حقونو دغې افغانې فعالې اسلامي هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې روان افراطیت به دوی ته هم ور وغځېږي.
هیڅ اسلامي هیواد طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي. له دغو هېوادونو څخه یو شمېر لکه متحده عربي اماراتو پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو په اړه خپله تګلاره بدله کړي.
د اندونيزيا استازي د دوشنبې په ورځ د وږي ۱۹مه د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وويل، چې طالبان د ښځو له زده کړو د منعه کولو لپاره هېڅ مذهبي توجيه نه لري.
هغه هیله څرګنده کړه چې د اندونیزیا دیني عالمان به د ښځو د کار او زده‌کړو په اړه د طالبانو نظر بدل کړي.
د بشري حقونو په شورا کې د افغان ښځو لپاره د امریکا استازې ویلي، چې له طالبانو سره د هېوادونو اړیکې باید د دې ډلې په چلند کې د بنسټیزو بدلونونو سره مشروطې وي.
رینا امیري د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره د اړیکو له بې قید او شرطه عادي کېدو ډډه وکړي.

مصدق دغه راز د افغان مېرمنو د کړاو په اړه هم څرګندونې وکړې او له هېوادونو یې وغوښتل چې له طالبانو سره اړیکې عادي نه کړي.

هغې وویل، طالبانو ښځې په خپلو کورونو کې بندیانې کړې دي.
د بشری حقوقو دغې فعالې ټینګار وکړ: «دا هماغه ډله ده چې یو وخت د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کیده. ستاسو راتلونکی ګام څه دی؟ ایا په بل ګام کې له داعش یا القاعدې سره اتحاد کوئ؟»

نور خبرونه

رادیو