د مېرمنو د تاریخي پرمختګ غورځنګ: طالبانو ته د سیاسي استازولیو سپارل دوی نور هم پیاوړي کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۱

د کابل په لوېدیځ کې نن له یوې اوږدې مودې ځنډ وروسته د افغانستان د مېرمنو د پرمختګ تاریخي غورځنګ ځینې غړې واټونو ته راوتلې وې او د طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکول.

دغه غورځنګ د دغه اعتراض د انځورونو سره په دې اړه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې ده.
په دغې خبرپاڼه کې له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له ملاتړو سازمانونو غوښتنه شوې، چې پر طالبانو فشار راوړي چې په افغانستان کې له هغو ډله‌ییزو اعدامونو مخنیوی وکړي چې د طالبانو د ډیکتاتورۍ او د حق غوښتنې په جرم اعدامېږي، چې له قانوني اړخه د توجیه وړ نه دي.
دغه غورځنګ ادعا کوي، چې طالبانو د افغانستان خاوره د سیمه‌ییزو او نړۍوالو ترهګرو لپاره په امن ځای بدله کړې، چې تر بل هر وخته یې نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده.
دغه غورځنګ په نیوکې سره ویلي:« د طالبانو ډېری رهبران چې د نړۍوالو هېوادونو په تور نوملړ کې شامل دي څنګه بهرني سفرونه کولای شي؟ دا په خپله د خطر زنګ دی.»
د دغه غورځنګ په وینا، په نورو هېوادونو کې دغې ډلې ته د افغانستان د خلکو سیاسي استازولۍ سپارل دوی نور هم پیاوړي کړي دي.
دغه غورځنګ وایي، هغه حکومت ته چې نه کورنی او نه هم نړۍوال مشروعیت لري د افغانستان د خلکو سیاسي استازولیو سپارل په خپله د افغانستان د خلکو ټولنیزو او فردي ازادیو ته د شا کولو په مانا ده.
دغه غورځنګ یو وار بیا له ملګرو ملتونو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو، سازمانونو او د بشري حقونو ملاتړو بهیرونو غوښتي، چې د طالبانو د ډیکټاتورۍ او سختدریځۍ پر وړاندې دې د امنیت، بشري حقونو، د بیان ازادۍ، د فردي او ټولنیزې ازادۍ او د افغانستان له ښځو ملاتړ وکړي.

نور خبرونه

رادیو