د ۲۰۲۴ هاکي اسيايي اتلولیو کې پاکستان دوه د یو په مقابل کې جاپان مات کړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۱

د پاکستان هاکي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال اسیا هاکي اتلولۍ په سيالیو کې جاپان لوبډلې ته ۲ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه.

دا د پاکستان لوبډلې لومړۍ بريا وه، تر دې وړاندې د هاکي په دې سیالیو کې پاکستان دوې لوبې مساوي کړې وې.

د پاکستان هاکي لوبډلې دوو مخکښو لوبغاړو احمد نديم او سفيان یو یو ګول وکړ او لوبډله یې د بريا يو بل پړاو ته ورسوله.

د هاکي اسيا اتلولۍ سيالۍ د چين په کوربتوب شروع شوې دي.

پاکستان په دې سيالیو کې د دوو مساوي او يوې لوبې په بريا ۵ نمرې لرې، چې د جدول په دوهم ځای کې قرار لري.

سبا ته به پاکستان د کوربه چين سره د سیالۍ ډګر ته کښته کيږي او خپل بخت به ازمويي.

نور خبرونه

رادیو