له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ستنولو په لړ کې تېره ورځ ۳۰۶ کورنۍ راستنې کړل شوې

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي، چې دغه افغان کډوالې کورنۍ تېره ورځ د هرات، کندهار، ننګرهار او نیمروز ولایتونو له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.

له پاکستان او ایرانه دغه افغان کډوال د سه شنبې په ورځ د (وږي ۲۰مه) راستانه شوي دي.
د راستنو شویو کډوالو له ډلې څخه ۲۱ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۴۴ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۹۲ کورنۍ د نمیروز ولایت د ورېښمو له پله او ۱۴۹ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.
باختر اژانس ویلي، یادو تازه راستنو کړل شویو کورنیو سره مرستې هم شوې او یو شمیر یې خپلو اصلي مېنو ته رسول شوې دي.
د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ خورا جدي شوې ده.
ایراني چارواکو د وږي په شپږمه نېټه ویلي وو، چې تېرکال یې یوازې د دغه هېواد له البرز ولایت څخه ۵۰ زره کډوال اېستي دي.
همدارنګه په دوامداره توګه د پاکستان له لوري هم هره ورځ لسګونه افغان کډوال په زور له دغه هېواده اېستل کېږي.
د راپورونو له مخې، هره ورځ لسګونه افغانان د وزګارتیا او د طالبانو د زور زیاتي له امله پر نا قانونه لارو پاکستان او ایران ته ځانونه رسوي.

نور خبرونه

رادیو