د ښاري شورا مشر: تهران ښاروالۍ کې لا هم افغان کډوال د کارګرۍ دندې لري

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۰

د ایران د پلازمېنې د ښاري شورا مشر وايي، په تهران ښاروالۍ کې لا هم افغان کډوال د کارګرۍ دندې لري.

که څه هم مهدي چمران وايي، چې د دې کډوالو فعالیت باید قانوني وي، خو زیاتوي، ښاروالۍ ورته د افغانانو پر ځای د ایراني وګړو د ګومارلو په هکله کوم لیک نه دی استولی.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي چمران دا خبرې د هغه لیک د پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې د کورنیو چارو وزارت ته په تهران ښاروالۍ کې د کډوالو د کار په هکله استول شوی دی.

په دغه لیک کې غوښتنه شوې چې د بهرنیو سپاکارو پر ځای د ایراني سپاکارو ګومارلو ته وخت وټاکل شي.

مهدي چمران وايي ښايي دا لیک ښاروالۍ استولی وي، خو ښاري شورا ته یې نه دی لېږلی.

نوموړی زیاتوي چې څوک ښاروالۍ کې کار کوي، باید قانوني کډوال وي او کار ګومارونکي هم باید د خپلو کارګرو لپاره دا قانوني بهیر اجرا کړي.

تر دې مخکې هم ځینې ایرانی چارواکو او وګړو د افغانانو پر دندو نیوکې کړې، خو په مقابل کې یې ځینې نور وګړي وايي، چې افغانان کوم کارونه کوي، ایراني وګړي یې نه کوي.

خو له اوسنیو څرګندونو سره هممهاله د ایران د کورنیو چارو وزیر له افغان کډوالو غوښتي چې خپل وطن ته لاړ شي او اباد یې کړي.

سکندر مومني په یوه مرکه کې وویل، چې ایران نور دومره کډوال نشي زغملی او ښه ده چې خپل هېواد ته ستانه شي.

نور خبرونه

رادیو