د امریکا ځانګړې استازې پر هېوادونو غږ کړی چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کېدو ډډه وکړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۰

د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا استازې د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا انتقادي غونډې ته په اشارې سره پر هېوادونو غږ کړی چې له طالبانو سره دې د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي.
رینا امیري وویل چې د طالبانو په چلند کې باید «ژور بدلون» راشي.

رینا امیري وویل، د جنسیت پر بنسټ د ځورونې ختمول او د افغانانو حقونو ته درناوی د افغانستان د راتلونکي ګډې موخې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د بشري حقونو د شورا د ۵۷مې غونډې په څنډه کې وکړې.

په دې ناسته کې هېوادونو د طالبانو د امربالمعروف پر قانون سختې نیوکې وکړې. د جرمني استازي وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب دی او نه دی بدل شوی.
رینا امیري له دې مخکې ویلي و چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول به د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د افراطي تګلارو د پای ته رسولو په شرط وي.

هغې تېره اوونۍ هیل ورځپاڼې ته وویل چې د طالبانو د ښځو ضد تګلارې لکه د دغې ډلې د واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر به بالاخره د طالبانو د نسکورېدو لامل شي.
په دې وروستیو کې ځینو هیوادونو په ځانګړي ډول متحده عربي امارات چې په منځني ختیځ کې د امریکا ملګری دی، د طالبانو استازی د سفیر او د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه منلی دی.

نور خبرونه

رادیو