د ایران د کورنیو چارو وزیر: افغانان دې خپل هېواد ته ستانه شي او خپل هېواد دې ودان کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل، چې «خپل هېواد ته ستانه شي او خپل هېواد ته دې کار وکړي او هغه ځای دې سمسور کړي.»

مومني په یوه ټلویزیوني پروګرام کې د «بهرنیو وګړو» په اړه وویل:« ایران نور دومره کډوال نه شي زغملای».
هغه د دوشنبې په ماښام زیاته کړه:« لومړیتوب د هغو کسانو دی، چې په ناقانونه توګه او له اجازې پرته ننوځي. دا په ټوله نړۍ کې یو معمول دی او کډوال باید د کوربه هېواد جوړښتونو او قانون ته درناوی وکړي.»
د ایران د کورنیو چارو وزیر په ایران کې د بې کارۍ د زیاتوالي پړه پر افغانانو واچوله او ویې ویل:« افغانانو ډېر کاري فرصتونه اخیستي دي.»

هغه زیاته کړه، تمه لري چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
مومني څلور ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې په ایران کې د افغانانو د تنظیم هر اړخیز پلان به ډېر ژر چمتو او عملي شي.
هغه وويل:« دغه هر اړخيز پلان به د يوه مناسب پروګرام او د سيمه‌ييزو او ګاونډيو ملحوظاتو په پام کې نيولو سره پلی شي.»
مهر خبری اژانس وایي، د ایران د کورنیو چارو وزیر تېره پنجشنبه د شېراز ښار سنګ سیاه سیمې ته د سفر په ترڅ کې په ایران کې د افغانانو د منظمولو په ضرورت ټینګار وکړ.
مومني چې تازه د ایران د کورنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی، د ولسي جرګې په غونډه کې وویل چې د ده لومړی ګام به د ناقانونه او بې اسناده کډوالو اېستل وي.
نوموړي په ايران کې د افغانانو لپاره د هر اړخيز پلان په اړه جزیيات نه دي ورکړي.
خو مومني چې د زمري په میاشت کې لا د کورنیو چارو وزیر نه و، د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست په کمېسیون کې ټینګار وکړ، چې د کډوالو د داخلېدو د مخنیوي حل لاره د سرحدونو تړل دي.

نوموړي ویلي، چې په دې اړه به یوه تګلاره جوړه کړي.
هغه په خپله یوه ټلویزیوني مرکه کې هم په یو اړخیز ډول د پولو د بندولو پر اړتیا ټینګار وکړ او د ایران د ټولو پولو د بندولو لپاره یې د وسله‌والو ځواکونو د کار د پیل خبره وکړه.
تر دې مخکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال له افغانستان سره د پولو پر تړلو ټینګار کړی و.
د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد سلګونه زره وګړي ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته کډوال شول.
په تېرو درېیو کالو کې دواړو ګاونډيو هېوادونو سلګونه زره افغانان له خپلو هېوادونه په زوره اېستي دي.
د زمري په میاشت کې د شرق ورځپاڼې د ۱۰ او ۱۷ کلونو ترمنځ د یو شمېر افغان ځوانانو چې د اوسېدو قانوني اسناد یې هم لرل د نیول کېدو خبر ورکړ.
شارق په دې راپور کې د دماوند په ښار کې له یوه افغان کډوال «سید مهدي» سره د پولیسو د یوه افسر د ناوړه چلند په بیانولو سره په ایران کې له کډوالو سره د چلند موضوع لاپسې پېچلې کړه.
دغه راپور د ټولنیزو فعالانو په حواله لیکلي، که څه هم له ۱۸ کلونو د کم عمره ماشومانو او ښځو لپاره یوازې له هېواده اېستل نا قانونه کړنه ده؛ خو دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي.
په دماوند ښار کې له «سید مهدي» سره د ایراني پولیسو د تاوتریخجن چلند ویډیو د زمري د میاشتې په ۱۷مه نېټه په افغانستان انټرنشنل کې هم خپره شوه.
دغې ویډیو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو غبرګونونه راوپارول او دوی د دې ځوان پر غاړه د ایراني افسر د زنګون فشار په ۱۳۹۹ کال کې په امریکا کې د جورج فلویډ له مړینې سره پرتله کړ، چې په هغه هېواد کې د پراخو لاریونونو لامل هم شوی و.

نور خبرونه

رادیو