طالبان: یونسکو باید د جام منار په ساتنه کې خپل مسوولیت پر ځای کړي

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال له دغه منار څخه لېدنه کړې او ویلي یې دي، چې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله یاد لرغوني منار ته زیان اوښتی دی. طالبان وايي، دغه منار په راتلونکي کې هم د زیانمنېدو له ګواښ سره مخ دی.

د غور د اطلاعات او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د جام منار څخه لیدنه کړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه طالب چارواکي جام منار ته د اوښتو زیانونو او په راتلونکي کې د احتمالي ګواښونو د څېړلو په موخه دغې سیمې ته ورغلی دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ د مرستیال عتیق الله عزیزي له قوله لیکل شوي، چې د سیند اوبو او ورستیو سېلابونو دغه لرغوني منار ته زیان نه دی اړولی، خو د راتلونکو سېلابونو او طبیعي پيښو پر مهال ورته د زیان اوښتو وېره شته.

ښاغلي عزیزي ویلي، چې د دغې ډلې. د اطلاعات او فرهنګ وزارت په مشرۍ د څو وزارتونو په ګدون یوه ګډه تخنیکي ډله د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر په لارښونه ټاکل شوې، چې د دغه نړۍوال جوړښت د لا پیاوړتیا لپاره یو پلان جوړ کړي.

عزیزي ویلي، چې په تېرو کلونو کې نړۍوالو فرهنګي سازمانونو په ځانګړې توګه يونسکو د جام د لرغوني منار د بنسټيزې ساتنې په برخه کې خپل مسووليت نه دى پر ځای کړی.

د راپورونو له مخې، یو له هغو خطرونو چې د جام منار ګواښي د هریرود سیند په غاړه د دغه منار موقیعت دی.

د وخت په تېریدو سره د هریرود سیند د وخت په تېرېدو سره خپله سوېلي څنډه ویجاړه کړې او د دغه منار په لور یې مخ ورګرځولی.

هر کال د بارانونو په موسم کې، د سېلابونو په ډېرېدو او د سیند اوبو د کچې لوړېدو سره منار جام ته د طبیعي زیان اوښتو ګواښ څو برابره ډیریږي.

د جام لرغونی ځای په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د لومړي نړۍوال میراث په توګه وپېژندل شو. همدارنګه د منار د ساتنې د ناسم حالت او د لوټ کیدو د پایلو له امله، دا د یونسکو د نړۍوال میراث په نوملړ کې ثبت شو.