ګارډین: امریکا او برېتانیا د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو په ظلمونو کې سره یو لاس دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۹

ګارډین ورځپاڼې په خپلې یوې مقاله کې لیکلي، چې امریکا او برېتانیا د افغانستان د ښځو پر وړاندې د طالبانو په ظلمونو کې سره یو لاس دي.
دغې ورځپاڼې لیکلي، چې له افغانستانه د امریکا او برېتانیا د ناڅاپه وتلو له امله داسې یو حکومت ړنګ شو، چې د ښځو او نجونو وضعیت مخ په ښه کېدو و.

ګارډین د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) په دې مقاله کې زیاته کړې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ارزونو پایلې ښيي، چې اوس مهال د افغان ښځو ژوند څومره له زغم څخه وتلی دی.
ریچارډ بېنېټ ویلي دي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د جنسیتي توپیر بنسټیز کېدل دومره پراخ شوي او ژوند یې د ښځو لپاره سخت کړی، چې اوسمهال د ښځو له خوا هر حرکت د مقاومت په توګه تعبیر کړو.
ګارډین همداراز لیکلي، چې له افغانستانه د امریکا او برېتانیا وتل د افغانستان د هغه حکومت د سقوط لامل شو، چې پکې د ښځو او نجونو وضعیت په ښه کېدو و.
په دې مطلب کې راغلي، چې یادو هېوادونو له افغانستانه په وتلو سره دغه هېواد ته د طالبانو د ننوتلو لپاره لاره هواره کړه.
ګارډین لیکي، چې طالبانو له درېیو کلونو راهیسې ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو اساسي حقونو هم بې برخې کړې دي.
دې ورځپاڼې په ډاګه کړې، چې اوس مهال په افغانستان کې ښځې له کور څخه د ورزش او پلي تګ او له نارینه و سره له خبرو کولو منع شوې او همداراز د هغوی په څېرې او غږ هم بندیزونه لګېدلي دي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې ده، په نړۍ کې بل داسې هېواد نه شته چې ښځې او نجونې پکې د جنسیت له امله تر دې حده ځپل شوې وي.
د دې ورځپاڼې په خبره؛ د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نوی توشیح شوی قانون ثبات او شفافیت نه لري او له دې قانون څخه سرغړونه کولی شي د سختو مجازاتو له هغې جملې څخه د وهلو ټکولو، په عام محضر کې په دورو وهلو، په جبري توګه د تري تم کېدو او د وژنو لامل شي.
په دې مطلب کې د ښځو مبارزې ته په اشارې سره ویل شوي، چې افغانې ښځې په زړورتیا سره د طالبانو پر وړاندې درېدلې دي.
ګارډین په واټونو کې د طالبانو د تګلارو پر ضد د ښځو اعتراضونو، په ملګرو ملتونو کې د هغوی د استازيتوب هڅو، د تعلیمي مرکزونو جوړولو او په ټولنیزو رسنیو کې یې د ښځو مقاومت کولو ته اشاره کړې ده.
په یاده مقاله کې دغه راز د طالبانو په غوښتنه د دوحې له ناستې څخه د ښځو په حذفولو هم نیوکه شوې ده.
ګارین وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره له نړۍوالې صحنې څخه د یوه اېستل شوي حکومت په توګه چلند نه کیږي.
په مقاله کې راغلي؛ سره له دې چې افغانستان اوس مهال د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله نه لري او دا شرط یې نه دی پوره کړی؛ خو بیا هم د کرېکټ د نړۍوالې شورا غړیتوب لري.
په مقاله کې د برېتانیا پر پخواني محافظه کاره حکومت هم نیوکه شوې او ویلي یې دي، سره له دې چې لندن د خپلو شل زره افغان همکارانو او د بشري حقونو د فعالینو د اېستلو ژمنه کړې وه، خو یوازې دوه زره کسان یې برېتانیا ته انتقال کړي دي.
ګارډین لیکلي: «افغان ښځې حق لري، چې احساس کړي لوېدیځ هغوی پریښي دي او عملاً د دوی پر وړاندې د طالبانو وحشیانه ظلمونه له پامه غورځوي.»
ګارډین د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندلو په برخه کې د فعالینو د کمپاین او د ریچارډ بېنېټ د وړاندیز ملاتړ کړی دی.
په مقاله کې راغلي، چې د جنسیتي توپیر جرمي کول نه یوازې د جنسیت له امله د ښځو او نجونو د ظلم لپاره قانوني چوکاټ پیاوړی کوي، بلکې په هېوادونو باندې ډېر مکلفیت هم رامنځته کوي، چې د دې اقداماتو مخه ونیسي او د طالبانو په څېر ډلو ته سزا ورکړي.
په دې مقاله کې له برېتانیا څخه غوښتل شوي، چې د خپل نفوذ په حد کې دې هر کار ترسره کړي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي، چې دا پېښه کیږي.

نور خبرونه

رادیو