د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له پاراګوا سره د سیالۍ لپاره ازبکستان ته رسېدلې
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن ماښام په تاشکند کې د ازبکستان نړۍوال جام لوبو لپاره د چمتووالي په موخه له پاراګوا سره لوبه وکړي. د فوټسال دغه لوبه به د دوو ډلو ترمنځ نن د کابل پر وخت ۶:۳۰ بجې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شي.
د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون د لوبو برخې نن یکشنبه د (وږي ۱۸مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله له پاراګوا هیواد سره د یوې دوستانه لوبې په موخه تېره ورځ شنبه ازبکستان ته رسېدلې ده.
خبر زیاتوي چې له پاراګوا هیواد سره د افغانستان دغه لوبه یوه تمریناتي او دوستانه لوبه ده.
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ په ازبکستان کې د روانې وږي میاشتې په ۲۴مه پیلیږي.
د فوټسال په انټرکانټینینټال جام سیالو افغانستان د برنزو مډال خپل ګټلی، دغه سیالۍ (د وږي په ۱۰مه) پیل او وړمه ورځ پای ته ورسېدې.