د افغانستان کورنی او بهرنی کړکېچ له څلوېښتو کلونو زوړ شو، څو ځلې پخواني دوښمنان دوستان او پخواني دوستان دوښمنان شوي دي.

غوره بېلګه یې د پخوانیو جهادي قوماندانانو جلال الدین حقاني او احمد شاه مسعود تر منځ دوستي او بیا دوښمني ده.

دا دوښمني د هغوی له مرګه وروسته لا هم د هغوی د زامنو او کورنیو تر منځ موجوده ده، چې د یوه نامعلوم دوام وړاندوینه یې کولی شو.

په دې څېړنیزه – تحليلي مقاله کې د پخوانیو جهادي قوماندانو احمد شاه مسعود او جلال الدین حقاني په تېرې دوستۍ او له هغوی راپاتې دوښمنۍ بحث شوی.

احمد شاه مسعود:

احمد شاه مسعود د ظاهر شاه د ملي اردو د ډګروال دوست محمد زوی د پنجشیر په بازارک کې زېږېدلی او پلار یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دندې ترسره کړې دي.

د احمد شاه مسعود له پلاره نیولې تر نیکه او غور نیکه پورې د شاهي دولت د مامورینو او افسرانو په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړی د کابل پلتخنیک پوهنتون ته له داخلېدو سره سم په ۱۳۵۲ کال کې د افغانستان اسلامي نهضت غړیتوب تر لاسه کړ او په ۱۳۵۴ کال کې یې د داوود خان د حکومت په خلاف په وسله واله جګړه کې برخه واخیسته او پاکستان ته کډوال شو.

احمد شاه مسعود پاکستان ته له تګ سره سم د ګلبدین حکمتیار له ډلې جدا شو او په خپلواک ډول یې د پاکستان ملاتړ تر لاسه کړ.

مسعود ډېر ژر په پنجشیر، بدخشان او یو شمېر ګاونډیو ولایتونو کې د دولت وسله والې ډلې تنظیم کړې او تر هغه وخته کله چې په ۱۳۶۷ کې د ډاکتر نجیب الله حکومت سقوط وکړ، جګړه یې وکړه او د جهادي قوماندانو یو غښتلی قوماندان یاد شو.

هغه د مجاهدینو د حکومت پر مهال د افغانستان د دفاع وزیر په توګه هم وټاکل شو او د افغانستان د کورنیو جګړو یو مهم اړخ پېژندل کیږي.

پر افغانستان د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړه او په ۱۳۸۰ لمریز کال د وږي په ۱۸مه نېټه د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو.

دا برید په افغانستان کې د خپل ډول لومړنی ځانمرګی برید و، چې چاودېدونکي توکي په کمرو کې ځای پر ځای شوي وو.

د سي ای اې لوړپوړي استخباراتي مامور سټیف کول دا برید د القاعده شبکې کار بللی؛ خو دا باید هېره نه شي، چې په افغانستان کې له القاعده شبکې سره تر ټولو نېږدې اړیکه د احمد شاه مسعود د نېږدې دوست جلال الدین حقاني قایمه وه.

جلال الدین حقاني:

جلال الدین حقاني د خواجه محمد زوی په ۱۹۴۴ میلادي کال کې په پکتیا کې زېږېدلی دی؛ خو په د افغانستان د جګړې پر مهال څو ځله وزیرستان ته کډوال شوي دي.

هغه په لویه کې ځدراڼ خو کوچنۍ شاخه یې میزايي - سلطان خېل دي، چې د سلطان خېلو قبیله لا هم په وزیرستان کې مېشته ده.

هغه د افغانستان په بېلابېلو مدرسو کې له زده کړو وروسته د اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم کې شامل شو او له همدغه ځایه د هغه د وسله وال او سیاسي ژوند بنسټ کېښودل شو.

د داوود خان د واکمنۍ پر وړاندې د وسله والې مبارزې په بهیر کې له پکتیا څخه په لومړي ځل جلال الدین حقاني د بغاوت غږ پورته کړ او په وزیرستان کې یې د یوې مدرسې په جوړولو فعالیت پیل کړ.

د ثور له کودتا وروسته په پېښور کې د جهادي تنظیمونو له ایجاد وروسته جلال الدین حقاني د مولوي یونس خالص د اسلامي ګوند مرستیالي تر لاسه کړه او د پکتیا د جبهې د قوماندان په توګه وټاکل شو.

هغه له ډاکتر نجیب الله سره د سولې د خبرو ارتباطي شخص هم و او د دواړو لورو تر منځ د لیکونو تبادله هم شوې ده.

د مجاهدینو د دولت له رامنځته کېدو وروسته نوموړی د عدلیې وزیر وټاکل شو؛ خو ډېر ژر یې له جهادي تنظیمونو خپله لاره جلا کړه او له طالبانو سره یې خپل ملاتړ اعلان کړ او په لومړي ځل یې خوست طالبانو ته وسپاره.

نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د قبایلو د وزیر په توګه وټاکل شو او له القاعده ډلې سره یې نېږدې اړیکې پېدا کړې.

پر افغانستان د ناټو له برید وروسته جلال الدین حقاني وزیرستان ته ولاړ او هلته یې د حقاني ډلې بنسټ کېښود.

نوموړی په ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په درېیمه نېټه په وزیرستان کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

د مسعود بندي کېدل:

شهرت ننګیال چې له جلال الدین حقاني سره یې نېږدې اړیکې درلودې په خپل کتاب “۱۲ ګرامه ماغزه” کې د جلال الدین حقاني له خولې لیکلي، چې د افغانستان له دولت سره د جګړې پر مهال احمد شاه مسعود په پېښور کې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دفتر ته غوښتل شوی و.

ننګیال په خپل کتاب کې د جلال الدین حقاني له قوله وايي، چې جلال الدین حقاني د خپلې تومانچې د جواز د نوي کېدو په موخه پېښور ته تللی و او په لار کې د حزب اسلامي دفتر ته ور ګرځېدلی و.

په کتاب کې زیاته شوې، چې احمد شاه مسعود له ځانه څادر تاو کړی و او لاسونه یې پټ وو، چې له څه وخت وروسته یې له قاضي امین وقاد او مولوي منصور څخه وغوښتل، چې تشناب ته ځي.

د ننګیال په خبره، چې حقاني ویل وروسته پوی شو، چې د حکمتیار په هدایت قاضي امین وقاد او مولوي منصور نوموړی د کارمل له حکومت سره د اړیکو په تور بندي کړی و.

شهرت ننګیال زیاته کړې، چې جلال الدین حقاني ورته ویلي، چې وروسته له نیم ساعته احمد شاه مسعود له تشناب څخه په خپله تښتېدلی و او ده یې په خلاصون کې کومه ونډه نه لرله.

خو د حزب اسلامي پخواني مرستیال قاضي امین وقاد د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۷مه نېټه په ننګرهار کې د خبریالانو یوې غونډې ته د احمد شاه مسعود په اړه ویلي وو، چې په پېښور کې یې د حکمتیار په هدایت احمد شاه مسعود د څو ساعتونو لپاره د کارمل له حکومت سره د اړیکو په تور بندي کړی و.

قاضي امین وقاد زیاته کړې وه، چې وروسته له درېیو ساعتونو جلال الدین حقاني د دوی دفتر ته ورغی او احمد شاه مسعود یې له مولوي منصور څخه د یوې دسیسې په پایله کې خوشې کړ.

قاضي امین وقاد دا هم ویل، چې د جلال الدین حقاني او احمد شاه مسعود دوستي له نورو ټولو جهادي قوماندانو څخه پیاوړې وه او ډېره ژوره وه.

مګر احمد شاه مسعود په خپل ژوند د دغه څو ساعته زنداني کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

د حقاني او مسعود د اړیکو شالید:

که څه هم د مجاهدینو د جګړو پر مهال د حقاني او مسعود تر منځ اړیکې د حکومت د مخالفو ډلو په توګه دوستانه او روښانه وې؛ له همدې امله په ۱۳۶۹ لمریز کال د چنګاښ په ۲مه نېټه په خوست کې د جهادي قوماندانانو سرتاسري شورا بنسټ کېښودل شو، چې جلال الدین حقاني یې مشر او احمد شاه مسعود یې مرستیال وټاکل شو.

د دغې شورا دویمه غونډه په ۱۳۶۹ ش کال کې د احمد شاه مسعود په مشرۍ د بدخشان په شاه سلیم سیمه کې وشوه، چې په دغه ډله کې جلال الدین حقاني ته هم بلنه ورکړل شوې وه.

سعدالدین شپون چې هغه وخت د امریکا غږ خبریال و، په خپلې یوې مرکه کې ویلي و، چې په دغه جلسه کې یې د یوه خبریال په توګه ګډون کړی و.

شپون زیاته کړې، چې په دې جلسه کې د احمد شاه مسعود له خوا جلال الدین حقاني ته ځانګړی پروټوکول ورکړل شو او هغه یې له حده زیات وستایه.

د شپون په خبره؛ د جهادي قوماندانانو ترمنځ د احمد شاه مسعود او جلال الدین حقاني ملګرتیا ورته ډېره نېږدې او ځانګړې ښکاره شوې ده.

د دغې شورا درېیمه غونډه یو کال وروسته په ۱۳۷۰ ش کال کې د خوست په ژورې کې د جهادي قوماندانانو د سرتاسري شورا بیا ایجاد شوه، چې د دغې شورا مشر جلال الدین حقاني او مرستیال یې احمد شاه مسعود د اوامرو په منلو پرې ۵۵۰ جهادي قوماندانانو ټینګار وکړ.

هرمز مقصودي په خپل کتاب “ګاه شمار رویداد های افغانستان در سال ۱۳۶۸” کې د جهادي قوماندانانو د سرتاسري شورا یادونه په تفصیل سره کړې او د هغه وخت د اړتیا او د جهادي قوماندانانو تر منځ کړکېچ یې شرحه کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې احمد شاه مسعود د جلال الدین حقاني مرستیالي ځکه قبوله کړه، چې له هغه سره یې ملګرتیا کلکه وه.

د جهادي قوماندانانو دغې سرتاسري شورا تر هغه وخته دوام وکړ، تر کله چې د ډاکتر نجیب الله حکومت سقوط شو او له هغه وخته وروسته دغه شورا هم مخ په ړنګېدو شوه.

د بدخشان د شاه سلیم د غونډې تصویر

د ډاکتر نجیب د حکومت سقوط؛ د مسعود او حقاني د ملګرتیا نوی باب

د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته د مجاهدینو د مشترک دولت د ایجاد پر مهال داخلي کړکېچ دومره سخت شو، چې له امله یې کورنیو جګړو ته لاره هواره شوه.

جلال الدین حقاني چې د مولوي خالص د حزب غړیتوب درلوده، د خپل ګوند په استازیتوب ورته د عدلیې وزارت ورکړل شو؛ خو یوازې درې ورځې وزارت ته ورغی او د کورنیو جګړو د ښکېلو اړخونو تر منځ په روغه جوړه بوخت شو.

حقاني د وزیر اکبر خان په “خانه بلوچ” کې اوسېده او د تاریخي شواهدو په استناد د سولې او کابل کې د اوربند اړوند یې نهه ځلې له احمد شاه مسعود سره مستقیمې خبرې کړې وې.

مګر د دواړو تر منځ دوستي ورځ تر بلې په کړکېچ بدلېده او حقاني د طالبانو د نوې جوړېدونکې ډلې پر خوا تمایلات زیات کړل.

د طالبانو د ډلې له رامنځته کېدو درې میاشتې وروسته جلال الدین حقاني خوست طالبانو ته وسپاره او له ملا عمر څخه یې د خپل اطاعت اعلان وکړ.

جلال الدین حقاني په خپلې لومړۍ وینا کې په کابل کې مېشت مجاهدین د “شر او فساد” جرړې وبللې او فتوا یې ورکړه، چې پر وړاندې یې جګړه جهاد دی.

له همدغه ځایه د جلال الدین حقاني او احمد شاه مسعود اړیکې ترینګلې او په دوښمنۍ بدلې شوې.

د پخوانیو دوستانو د دوښمنۍ نوی پړاو

که څه هم د جهادي قوماندانو د سرتاسري شورا رییس او مرستیال دا مهال مړه دي؛ خو د دواړو زامن سراج الدین حقاني او احمد مسعود د دوښمنۍ یو نوي پړاو ته ننوتي دي.

د جمهوري نظام له سقوطه درې ورځې وروسته د جلال الدین حقاني ورور خلیل الرحمان حقاني په غیرمستقیم ډول د احمد شاه مسعود او جلال الدین حقاني پخوانۍ دوستۍ ته په اشارې ویلي و، چې د احمد مسعود په مشرۍ د احمد شاه مسعود پاتې ډله باید له دوی څخه ملاتړ وکړي او دوی به پخوانۍ دوستي له نظره نه غورځوي.

دا مهال د طالبانو په چوکاټ کې حقاني ډله یوه غښتلې ډله ده، چې د کورنیو چارو د وزارت سربېره ګڼې نامسووله وسله والې ډلې لري؛ خو پر وړاندې یې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه جوړه شوې ده.

د پخوانیو دوستانو او اوسنیو دوښمنانو د ډلو تر منځ د خبرو هېڅ کوم څرک نه لګيږي؛ خو یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې سراج الدین حقاني څو ځلې د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره اړیکې نیولي او له هغه یې غوښتي، چې بېرته افغانستان ته راشي.

د احمد شاه مسعود د پخواني مقاومت په تداوم د هغه زوی احمد مسعود د دویم مقاومت دوام ته ملا تړلې او د جلال الدین حقاني زوی له خپلې واکمنۍ دفاع کوي.

دا د افغانستان په تاریخ کې د پلرونو د دوښمنۍ دویمه دوره ده.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو