ملګرو ملتونو افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ د تر ټولو ستونزمنو هېوادونو څخه بللی دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۸

د خوړو نړۍوال پروګرام د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې پرله پسې ناورینونو تر ټولو ډېر فشار پر افغان ښځو او نجونو راوستی دی.
دغه سازمان ویلي، چې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ د تر ټولو ستونزمنو هېوادونو څخه دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان کې ښځې تر ټولو لږ خواړه ترلاسه کوي او د بشري مرستو په کمېدو سره خوړو ته د ښځو لاسرسی نور هم بدتر شوی دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ډېری ښځې مجبوره شوې دي، چې خپل ماشومان سوال کولو ته واستوي او د دوی یوازیني خواړه هغه څه دي، چې ماشومان یې تر لاسه کوي.
دغه سازمان په افغانستان کې اقلیمي ناورین ته هم په اشارې سره ویلي دي، چې په وروستیو میاشتو کې زرګونه کسان د سېلابونو او واورو له امله په بېلابېلو سیمو کې مړه شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې ده، چې ښځې د دې له امله چې ډېر په کور کې پاتې کیږي، له یادو پېښو څخه اغېزمنې کیږي.
د جورج ټاون د انسټیټیوټ او د اسلو د څېړنو د موسسې د شمېرو له مخې، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې خپرې شوې، افغانستان د ۱۷۷ هېوادونو په منځ د ښځو د پرمختګ په برخه کې په وروستي ځای کې دی.

په افغانستان کې د طالبانو دویم ځل واکمنۍ په دغه هېواد کې لومړنیو حقونو ته د ښځو لاسرسی محدود کړ، د زده کړو او کار حق یې تر امر ثاني پورې وځنډول شو او د ښځو مخ او غږ عورت وګرځول شو.

نور خبرونه

رادیو