طالبان: افغان لوبغاړو په ٩٨ بهرنيو سياليو کې ټول ٩٢ مډالونه ګټلي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د طالبانو د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسوولینو ویلي، افغان لوبغاړو په ٩٨ بهرنيو سياليو کې برخه اخیستې چې په کې ٢٢ د سرو زرو، ٣٠ د سپينو زرو او ۴۰ د برونزو مډالونو په ګډون یې ټول ٩٢ مډالونه ګټلي دي.

د دغې ادارې مسوولینو دغه څرګندونې نن (د وږي ۱۷مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د طالبانو اړوندو ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې کړې دي.
دغو مسوولینو ویلي، چې په تېر کال کې یې د هېواد په کچه څلور زره تشويقي، مناسبتي او رسمي سيالۍ ترسره کړې دي.
د دغو ادارو مسوولینو همدارنګه د المپیک په اسیايي سیالیو کې د ۵ مډالونو ګټل، نړۍوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې لار موندل، د کافا جام په سیالیو کې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې اتلولي او په جي ۲ سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې اتلولي؛ په تېر کال کې د دغه ریاست د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

دغو مسوولینو دا هم وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د فوټبال لپاره یو بهرنی روزونکی وګوماري.
خو دغې ډلې په تېرو دېریو کالو کې د نجونو پر ټولو سپورټي لوبو بندیز لګولی او په دې وروستیو کې په یو شمېر نورو لوبو لکه فري فایټ او سوک وهنې هم بندیز ولګاوه.

نور خبرونه

رادیو