ریچارډ بېنېټ: له طالبانو غواړو، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې له ځپونکو تګلارو لاس واخلي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو دوامداره او سیستماتیک جنسیتي توپیر او د ښځو او نجونو ځپنه د غندلو ده.

هغه د طالبانو د امر بالمعروف د نوي قانون په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غبرګون څخه هرکلی کړی.
نوموړي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د خپلو ځپونکو تګلارو او کړنو لاس په سر شي.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي:« موږ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوو، چې ژر تر ژره دې ټولې هغه تګلارې او کړنې چې بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ محدودوي، لغوه کړي.»‬⁩
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د امر بالمعروف د نوي قانون د پلي کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
دغو هېوادونو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ او د دغه قانون د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.
د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي:« موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دوامداره جنسیتي تبعیض او ظلم په کلکه غندو.»
که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف قانون توشیح د افغانستان دننه او بهر پراخې نیوکې راپارولې؛ خو دا لومړی ځل دی چې د امنیت شورا ځینو غړو دغه قانون غندلی دی.

نور خبرونه

رادیو