د افغانستان کرېکټ بورډ د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره د لوبغاړو نوملړ خپور کړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د افغانستان کرېکټ بورډ د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره د لوبغاړو ۱۶ کسیز نوملړ خپور کړ.
دغه لوبه د افغانستان په کوربه‌توب د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د سپټمبر مياشتې په ۹مه نېټه) د هند په ګرېټر نویډا کې پيلېږي او د همدې مياشتې تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.

په دغه نوملړ کې د حشمت الله شهيدي (لوبډلمشر)، ابراهيم ځدراڼ، رياض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهيرشاه محبوب، اکرام علي خېل (وېکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال، افسر ځاځی (وېکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، ضیاء الرحمان اکبر، شمس الرحمان، قيس احمد، ظاهرخان، نجات مسعود، خلیل احمد او یما عرب نومونه شامل دي.
له بل پلوه تېره ورځ کرېکټ بورډ پر اېکس پاڼه خبر ورکړی و، چې د افغان ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی نوید ځدراڼ د ژوبلېدو له امله له دغو لوبو بهر شوی دی.
افغان کرېکټ بورډ لیکلي و، چې روغتیاپالانو هغه ته د درېبو تر څلورو اونیو لپاره د استراحت سپارښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو