انټرکانټینینټال جام سیالۍ؛ افغانستان د ټایلنډ پر وړاندې ماتې وخوړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

په انټرکانټیننټال جام سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ټایلنډ پر وړاندې د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې وخوړه.
د دغه جام وروستۍ لوبه چې تېر مازیګر پیل شوه، د ټایلنډ په اتلولۍ پایته ورسېده.

افغانستان په دغو سیالیو کې د برنزو مډال خپل کړ.
د انټرکانټينینټال جام سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌توب به بېنکاک ښار کې ترسره شوې.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د دغو سیالیو درېیمه لوبه له نیوزیلنډ څخه د ۵-۱ ګولونو په توپیر ګټلې وه.
له هغه وړاندې افغان لوبډلې د دغو سیالیو په دویمه لوبه کې بیا د ۴ ـ ۳ په توپیر له کوېټ څخه ماتې وخوړه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ د (وږي ۱۲مه) په دغه جام کې په خپلې لومړنۍ لوبه کې د ګواټیمالا لوبډلې پر وړاندې پنځه ګولونه ووهل او بریا یې خپله کړې وه.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، ټایلنډ، ګواتمالا، کوېټ او نیوزیلنډ لوبډلې شاملې وې.
دغه سیالۍ (د وږي په ۱۰مه) پیل او تېره ورځ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د افغان ملي لوبډلې لپاره ۱۸لوبغاړي غوره شوي وو.

نور خبرونه

رادیو