كرېکټ بورډ: نوید ځدراڼ د ژوبلېدو له امله د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبو له سیالۍ ووت

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د افغان ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی نوید ځدراڼ د ژوبلېدو له امله له دغو لوبو بهر شوی دی.
افغان کرېکټ بورډ په اېکس پاڼه لیکلي، چې روغتیاپالانو هغه ته د درېیو تر څلورو اونیو لپاره د استراحت سپارښتنه کړې.

د افغانستان او نيوزيلنډ دغه ټېسټ لوبه به د هند په ګريټرنويډا لوبغالي کې (د سپټمبر مياشتې په ۹مه نېټه) پيلېږي او د همدې مياشتې تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو لپاره حشمت الله شهيدي (لوبډلمشر)، ابراهيم ځدراڼ، رياض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهيرشاه محبوب، اکرام علي خېل (وېکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال، ګلبدين نايب، افسر ځاځی (وېکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، ضیاء الرحمان اکبر، شمس الرحمان، قيس احمد، ظاهرخان، نجات مسعود، فريد احمد ملک، نويد ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب ټاکل شوي وو.

نور خبرونه

رادیو