انټرکانټینینټال جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د ټایلنډ پر وړاندې لوبېږي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د انټرکانټیننټال جام په سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ټایلنډ پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه نن د کابل په وخت د مازیګر په ۴:۳۰ بجو پیلېږي.

د انټرکانينینټال جام سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌توب به بېنکاک ښار کې ترسره کېږي.
د ننۍ لوبې په ګټلو سره به افغان لوبډله د دغه جام سیالیو اتله لوبډله شي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د دغو سیالیو درېیمه لوبه له نیوزیلنډ څخه د ۵-۱ ګولونو په توپیر وګټله.
له هغې وړاندې افغان لوبډلې د دغو سیالیو په دویمه لوبه کې بیا د ۴ ـ ۳ ګولونو په توپیر له کوېټ څخه ماتې وخوړه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ د (وږي ۱۲مه) په دغه جام کې په خپلې لومړنۍ لوبه کې د ګواټیمالا لوبډلې پر وړاندې پنځه ګولونه ووهل او بریا یې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، ټایلنډ، ګواټیمالا، کوېټ او نیوزیلنډ لوبډلې شاملې دي.

دغه سیالۍ (د وږي په ۱۰مه) پیل شوې وې او د ننۍ لوبې پّ ترسره کېدو سره به پایته ورسېږي.
په دغه سیالیو کې د افغان ملي لوبډلې لپاره ۱۸ لوبغاړي غوره شوي وو.
افغان ملي لوبډله به له دغو سیالیو وروسته د نړۍوال جام سیالیو لپاره ازبکستان ته ولاړه شي.

نور خبرونه

رادیو