عباس کریمي د پاریس په پارالمپیک کې د سپینو زرو دویم مډال هم تر لاسه کړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د امریکا د لامبو وهلو په ډله کې عباس کریمي د پنجشنبې په ورځ د ډله‌ییزې لامبو وهنې په ۲۰۰ مترۍ سیالۍ کې د سپینو زرو دویم مډال هم پر غاړه کړ.
عباس کریمي د تېرې جمعې په ورځ هم د سپینو زرو مډال ګټلی و.

چینايي لوبډلې د (٢:٢٤.٨٣) نوي ریکارډ په جوړولو سره اتلولي خپله کړه.
د تېرې شپې په لوبو کې له چین او امریکا وروسته چې لومړی او دویم مقام یې خپل کړ اوکراین هم درېیم ځای خپل کړی دی.
عباس کریمي د تېرې جمعې په ورځ د پاریس د پارالمپیک په ډله‌ییزې لامبو وهنه کې د دویم مقام په ګټلو سره د سپینو زرو مډال هم خپل کړی و.
کریمي به سبا ته د شنبې په ورځ د ۵۰ مترو په لامبو وهنه او په انفرادي لوبو کې د خپلو سیالانو سره په پارالمپیک کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

نور خبرونه

رادیو