طالبانو کندهار د روغتیا ریاست پر ښځینه صحي پرسونل نوي بندیزونه لګولي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د طالبانو د کندهار عامې روغتیا ریاست د دعوت او ارشاد مدیریت یو مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی دی، په دغه ولایت کې د ټولو روغتیايي مراکزو پر ښځینه پرسونل نوي بندیزونه لګولي دي.

په مکتوب کې راغلي چې ښځینه پرسونل دې ځانګړی حجاب ولري او پرته له محرمه دې تګ او راتګ نه کوي.

د طالبانو د کندهار د عامې روغتیا وزارت د دعوت او ارشاد مدیریت مکتوب د وږي ۱۱ مه ددې ولایت ښار او ولسوالیو ټولو صحي مراکزو ته لېږلی شوی دی.

دا مکتوب چې ۱۳ مادې لري چې د ریاست د دعوت او ارشاد مدیر مفتي عبدالرازق حقاني لاسلیک کړی دی.

د مکتوب په دریمه ماده کې راغلي چې د کندهار په ښار او ولسوالیو کې د عامې روغتیا مراکزو کې ښځینه پرسونل ته لارښونه شوې ده، چې د امربالمعروف وزارت د حجاب طرحه عملي کړي.

په څلورمه ماده کې راغلي چې ښځینه ډاکترې او پرسونل باید د دندې ترځایه او بېرته کور پورې تګ او راتګ له شرعي محرم سره وکړي.

په بله ماده کې راغلي چې صحي مراکزو کې باید له اړتیا پرته مردانه او زنانه پرسونل سره کډ نه وي.

په شپږمه ماده کې بیا په صحي مراکزو کې له ښځینه پرسونل او مراجعینو غوښتنه شوې چې په لوڅ مخ ونه ګرځي.

د مکتوب په بله ماده کې راغلي، چې نارینه پرسونل له رسمي ضرورت پرته نشي کولی ښځینه وارډونو ته ورشي او که ورځي هم باید ښځې پرده وکړي.

همدراز په دغه مکتوب کې راغلي، چې له ښځینه صحي پرسونل سره باید د ټرینینګونو په وخت کې محرم موجود وي.

د مکتوب په یوولسمه اماده کې راغلي چې ښځینه صحي پرسونل دې د دندې پرمهال له ارایش یا میک اپ څخه ډډه وکړی.

په مکتوب کې راغلي چې ښځينه صحي پرسونل دې له غټو موبیلونو کارول لاس واخلی.

له کندهاره سرچینې وايي چې د طالبانو د امربالمعروف قانون تصویبېدو وروسته دغه ډله هڅه کوي چې په ټولو خلکو دغه قانون عملي کړي.

په دې قانون کې طالبانو په عامه ځایونو کې د ښځو حضور د نارینه محرم تابع ګرځولی او په عامه ځایونو کې یې د ښځو غږ «عورت» بللی دی.

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې د وږي په ۱۴مه وویل چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت قانون موخه «په بشپړه توګه له عامه ډګر څخه د ښځو لرې کول» دي.
رینا امیري وايي: «له طالبانو سره زموږ د صبر کاسه نوره مخ په نسکورېدو ده.»

نور خبرونه

رادیو