د بشري حقونو څار سازمان: جرمني د کډوالو په ستنولو افغانستان کې پر روان ناورین سترګې پټوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د بشري حقونو څار سازمان له جرمني څخه د یو شمېر افغان کډوالو پر ستنولو د نیوکې تر څنګ ویلي، چې هغه هېواد په افغانستان کې د بشري حقونو پر روان ناورین سترګې پټې کړې دي.

دغه سازمان د جرمني حکومت ته ویلي، چې «هلته [افغانستان] کې هېڅوک خوندي نه دي.»
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه هېواد د جمعې په ورځ (د وږي په ۹مه نېټه) د «مجرمو» افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړه.
د شپیګل د خپرونې په لیکنه، د لایپزیګ له هوايي ډګره د افغان کډوالو یوه ۲۸ کسیزه ډله کابل ته ستنه شوه.
د بشري حقونو څار سازمان، د ملګرو متونو او نورو سازمانونو د اسنادو له مخې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت «کړکېچن» بللی.
دغه سازمان ویلي، افغان کډوال هغه هېواد ته ستنول کېږي چې هلته واکمن (طالبان) خلک د نورو پر وړاندې په دورو وهي او مېرمنې یې له ټولنې څنډې ته کړې دي.
د بشري حقونو څار سازمان وايي:« هلته وضعیت تر دې بریده کړکېچن دی، چې د ملګرو ملتونو د سپارښتنې له مخې هیڅوک باید هغه هېواد ته په زوره ستون نه شي.»
د بشري حقونو څار سازمان د جرمني د صدراعظم اولاف شولتس خبرو ته په اشارې سره ویلي، په کار ده چې د جرمني چارواکو او حکومت ته څرګنده شوې وي چې «پر بنستیزو ارزښتونو سترګې پټول او پر ځای یې لنډ مهاله سیاسي ګټو ته پاملرنه ګټونکې او د دفاع وړ تګلاره نه ده.»
دغه بنسټ په افغانستان کې د ناقانونه پراخو وژنو، جبري تري تم کېدلو او ربړونو ته په اشارې ویلي: «هیڅوک هته خوندي نه دی.»
دغه بنست ویلي، چې «هیڅوک باید د خپلو کړو جنایتونو له امله داسې ځای ته و نه شړل شي چې هلته له بشري حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې روانې وي.»
د اسلام پالو افغان او سوري کډوالو وروستي بریدونه چې له امله یې عام وګړي ووژل شول، د جرمني پر حکومت یې فشارونه زیات کړل چې نا قانونه کډوال له خپل هېواده وباسي او د نورو کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.
د جرمني حکومت ویلي، ټول هغه کډوال به له خپل هېواده وباسي چې جرمي مخینه لري.

نور خبرونه

رادیو