کرن ډ‌ېګر په قزاقستان کې: افغانستان هېر شوی نه دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۶

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې د قزاقستان له چارواکو سره په کتنه کې ویلي: «افغانستان هېر شوی نه دی.»

کرن ډ‌یکر پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په پلازمینه استانه کې یې د دې هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سره په افغانستان کې د ګډو امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه خبرې اترې کړي دي.

نوموړې په دې کتنه کې همداراز ویلي، چې د افغان ولس د ملاتړ په اړه قوي هوکړه شته او د سیمه ییز اتصال د پراختیا او د خلکو تر منځ د اړیکو د لا پراخوالي لپاره مهمې هڅې روانې دي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره بشري مرستې کوي.
د خبرپاڼې له مخې، قزاقستان په دغه هېواد کې افغان محصلینو ته د ښې روزنې زمینه برابره کړې او له نړۍوالو موسسو سره په ګډه بېلابېلې پروژې پلي کوي.
قزاقي چارواکو دغه راز د عملي همکاریو په چوکاټ کې له افغانستان سره د سوداګریزو، اقتصادي، انرژۍ، ترانسپورټ او لوژیستیکي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره په داسې حال کې د افغانستان د نه هېرېدو خبره کوي، چې طالبان د ټولو بشري حقونو له نقضولو سربیره نړۍوالو غونډو ته غوښتل کیږي.
د دې ترڅنګ په یو شمېر نړۍوالو غونډو کې ان د افغانستان په اړه بحث هم نه کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو وویل، چې د امنیت شورا غوښتل د طالبانو د امربالمعروف د قانون په اړه نیوکه وکړي او اعلامیه خپره کړي؛ خو دغه اعلامیه د یادې شورا د دوو غړو له مخالفت سره مخ شوه.
دغه سازمان وویل، دوو هېوادونو استدلال وکړ چې دا قانون د افغانستان کورنۍ مسله ده.
ملګرو ملتونو تېره ورځ هم د یو راپور په خپرولو سره وویل، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ښځو وضعیت د پام وړ زیانمن شوی او هغوی یې تر ډېره له خپلو روا حقونو بې برخې کړې دي.
یاد سازمان دا هم مني، چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو د مشر له‌ خوا ۷۰ فرمانونه تر ډېره پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لګولو په موخه صادر شوي دي.
د افغانستان ډېری خلک په ځانګړې توګه د ښځو او بشري حقونو فعالین بیا نیوکه کوي، چې نړۍ افغانستان هېره کړې ده.
دوی په وار-وار ویلي، چې د طالبانو له خوا پر ښځو پراخ محدودیتونه کورنۍ مسله نه، بلکې نړۍواله حیاتي مسله ده او نړۍ یې باید هېره نه کړي.

نور خبرونه

رادیو