د نیوزیلینډ لوبډله د افغانستان پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره ګریټر نیوډا ته رسېدلې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ ګریټر نویډا ته د نیوزیلینډ لوبډلې د رسېدو انځورونه خپاره کړل.
د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ یواځینۍ ټېسټ لوبه د روانې میاشتې په نهمه نېټه په هند کې ترسره کېږي.

افغان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د (وږي ۱۵مه) هند ته د نیوزیلنډ لوبډلې د رسېدو انځورونه خپاره کړي دي.
کرېکټ بورډ لیکلي، د نیوزیلینډ لوبدله د افغانستان په وړاندې د یواځینۍ ټېسټ لوبې تر سره کولو په موخه ګریټر نیوډا ته ورسېده.
دواړه هېوادونه څلور ورځې وروسته د افغانستان په کوربه‌توب یوه ټېسټ لوبه کوي.
لوبه د راتلونکې دوشنبې په ورځ د افغانستان پر مهال سهار ۹ بجې پیلېږي.
دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان او نیوزیلنډ لوبډلې تر منځ ټېسټ لوبه کېږي.
د دغې تېسټ لوبې لپاره د ټېم سوټي په لوبډلمشرۍ د نیوزیلینډ په لوبډله کې ټوم بلونډل، مایکل برزکوال، ډزون کانوي، مېت هزري، ټوم لټوم، ډایري مایکل، وېل اوروکي، اعجاز پټېل، ګلېن پلېفس، راچین راوېندرا، مایکل سینټنیر، بېن سېرز، کېن ویلیمسن او وېل یانګ اخیستل شوي دي.
افغانستان په شل اوریز نړۍوال جام کې د نیوزیلنډ لوبدلې ته ماتې ورکړې او تمه لري، چې په ټېسټ لوبه کې هم ماتې ورکړي.

نور خبرونه

رادیو