ملګري ملتونه: طالبانو تېرو درېیو کالو کې د ۷۰ فرمانونو په صادرولو ښځې له ټولنې ګوښه کړې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

ملګري ملتونه وايي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ښځو وضعیت پام وړ زیانمن شوی او هغوی یې تر ډېره د خپلو روا حقونو بې برخې کړې دي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ د (وږي ۱۵مه) د یو راپور په خپرولو سره لیکلي، چې په تېرو درېیو کالو کې د طالبانو د مشر له‌خوا ۷۰ فرمانونه تر ډېره پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لګولو په موخه صادر شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د ښځو د برخې ځانګړې استازې الیسون داویدیان ویلي، افغان مېرمنې غواړي د نړۍ د نورو مېرمنو په څېر له نارینه‌و سره برابر حقونه ولري او له هغو سره اوږه په اوږه کار وکړي.
داویدیان وايي:« ښځې غواړي په کور کې د پاتې کېدو پر ځای په مهمو پرېکړو کې برخه واخلي، پر دولتي څوکیو کار وکړي، له زده‌کړو او نورو ټولو حقونو برخمنې شي.»
د افغانستان لپاره په ملګرو ملتونو کې د ښځو ځانګړې استازې وایي:« افغان مېرمنې د نړۍ د نورو مېرمنو په څېر غښتلې دي او غواړي، چې په هره برخه کې نوې لاسته راوړنې ولري.»
په راپور کې د لینا په نامه د یوې خبریالې له قوله چې ۲۶ کاله عمر لري ویل شوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم له خپل مسلکه لرې شوې او له دې امله رنځېږي.
د ملګرو ملتونو د سازمان په راپور کې د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له‌خوا لګول شویو بندیزونو ته اشاره شوې او ویل شوي، چې دمګړۍ ۱.۱ مېلیونه نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو