انتونیو ګوترېش یوه ښځینه حقوقپوهه په کابل کې د یوناما د سیاسي مرستیالې په توګه وګومارله

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سې شنبې په ورځ جورجټ ګانیون په افغانستان کې د یوناما د سیاسي مرستیالې په توګه وټاکله.
ملګرو ملتونو په یوه بیان کې ویلي، مېرمن ګانیون له ۲۸ کلونو زیات په جګړه ځپلو او له جګړې وروسته هېوادونو کې د سولې، بشري حقونو، بشري مرستو او پرمختګ په برخو کې کار کړی.

ګانیون د مارکس پوتزل ځای ناستې شوه، چې په دې وروستیو کې په ایران کې د جرمني د سفیر په توګه ټاکل شوی.
نوموړی چې کاناډایي وګړی دی، له دې مخکې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۵ کلونو پورې په کابل کې د یوناما د بشري حقونو د مشر په توګه کار کړی دی.
د ۲۰۲۱ راهیسې، ګانیون د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د هیواد لپاره د بشري چارو همغږي کوونکي په توګه دنده ترسره کړې.
اغلې ګانیون په کاناډا کې د یارک پوهنتون څخه په حقوقو کې لیسانس او د انګلستان د ایسکس پوهنتون څخه د نړۍوالو بشري حقونو په برخه کې ماسټري لري.

نور خبرونه

رادیو