انټر کانټینینټال جام سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال لوبډلې د نیوزېلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن د انټر کانټینینټال جام په درېیمه لوبه کې نيوزيلنډ ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه.

د لوبې لومړۍ نيمایي ۱ پر ۱ مساوي پای ته ورسېده او په دويمه نيمايي کې افغان ملي لوبډلې ۴ نور ګولونه ووهل.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د چهار شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې سيالۍ کې فرزاد محمودي، مهران غلامي، حميدرضا حسيني يو - يو او اميد قنبري دوه ګولونه ووهل.

افغانستان په دې بریا سره د شپږو نومرو په لرلو د درجه بندۍ په جدول کې دویم ځای خپل کړ.

د انټر کانټينینټال جام سیالۍ د ټایلنډ په کوربه ‌توب به بېنکاک ښار کې ترسره کېږي.
افغان لوبډلې تېره ورځ په دغو سیالیو کې په خپلې دویمې لوبه کې د ۴ ـ ۳ په توپیر له کوېټ ماتې وخوړه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې بیا د دوشنبې په ورځ د (وږي ۱۲مه) په دغه جام کې په خپلې لومړنۍ لوبه کې د ګواټیمالا لوبډلې پر وړاندې پنځه ګولونه ووهل او لوبه یې ګټلې وه.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، ټایلنډ، ګواتمالا، کوېټ او نیوزیلنډ لوبډلې شاملې دي.
دغه سیالۍ (د وږي په ۱۰مه) پیل او د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې به دوام وکړي.
په دغه سیالیو کې د افغان ملي لوبډلې لپاره ۱۸ لوبغاړي غوره شوي دي.
افغان ملي لوبډله به له دغو سیالیو وروسته د نړۍوال جام سیالیو لپاره ازبکستان ته ولاړه شي.

نور خبرونه

رادیو