شننه؛ داعش څه ډول د تحریک طالبان پاکستان له وجوده وزېږېد؟
لیکوال: بری افغان د تحریک طالبان پاکستان ځینې لوړپوړي قوماندانان د ایډیالوژۍ له پلوه دې ته چمتو وو، چې د خپلې توندې عقېدې په پاللو سره د ټي ټي پي له منځلارو طالبانو لاره بېله او د داعش په بڼه فعالیت وکړي. دوی په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان په ختیځ او پښتونخوا کې راوټوکېدل.
د تحریک طالبان پاکستان جوړښت او د داعش منځته راتلل
۲۰۱۴ کال د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لپاره له جوړښتي پلوه يو ستونزمن کال و.په سوېلي وزیرستان کې د حکیم الله محسود تر وژل کېدو وروسته د دغې ډلې مشري د سوات فضل حیات کوله چې په ملا فضل الله مشهور و، وروسته له هغې چې د دغه تحریک مشري د لومړي ځل لپاره د محسود قبیلې له واکه ووتله، د محسود قبیلې سره تړلو سیمه ییزو طالبانو د محسود حلقې په نوم خپل عملیات د پاکستاني طالبانو تر چتر لاندې پیل کړل.
په قبایلي سیمو کې وزيرو تر دې مخکې په شمالي وزيرستان کې د حافظ ګل بهادر او په سوېلي وزيرستان کې د بهاول (په واڼه کې دځايي قوماندان ملا نذير ځای ناستي) تر قوماندې لاندې جلا جلا ډلګۍ جوړې کړې وې.په دره ادم خېلو کې د طارق اپريدي ډله د هغه له مرګه وروسته ډلې ډلې شوه او منګل باغ اپريدی له خپلې ډلې سره د ننګرهار په اچين کې راڅرګند شو، د دې تر څنګ عبدالولي چې د عمر خالد خراساني په نوم د مومندو اوسېدونکی و، د ٢٠١٤ کال په اګسټ کې یې له تحریک طالبان پاکستانلاره بېله کړه او لهجماعت الاحرار سره يو ځای شو.
د تحریک طالبان پاکستان نور رنګونه
د ټي ټي پي نوې جوړې شوې اډانې په لومړي فعالیت کې، د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې یو بیان خپور کړ چې عمر خالد خراساني یې له احسان الله احسان سره یوځای له دندې ګوښه کړ.د پاکستاني طالبانو تحریک جګپوړي قوماندانان او تجربه لرونکي جنګیالي د دغه وضعیت په اړه ډیر اندېښمن وو.
د بيت الله محسود، حکيم الله محسود او ولي الرحمن محسود په څېر قوماندانانو له وژل کېدو وروسته د محسود له قبیلې پرته، د ټي ټي پي جنګیالیو تهله سوات څخه د بل چا مشري په بشپړه توګه ناشونې وه.نو په یوه نوي بدلون کې د اورکزیو د مموزیو سیمې حافظ سعید خان اورکزي هم له پاکستاني طالبانو څخه د جلا کېدو په لټه کې شو.
که څه هم هغه د ایډیالوژۍ له نظره سلفياو توندلاری و او ملا فضل الله ته نږدې کس و، خو د عمر، دیني زدهکړو او جګړې له لحاظه له ملا فضل الله څخه مخکې و.نوموړی په پاکستان کې د ځانمرګو بریدونو بنسټګر قاري حسین ته ډېر نږدې ګڼل کېده او له هغه یې په دې برخه کې نور تاکتیکونه هم زدهکړي وو.نوموړی د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر حکيم الله محسود نږدې ملګری و، چې په سختو ورځو کې يې په مموزیو کې له حافظ سعيد خان سره وخت تېر کړ او هغه ښه ساتنه او پالنه هم کړې وه.حکيم الله محسود هم خپله دويمه مېرمن د حافظ سعيد خان له کلي مموزیو کړې وه.
د بيت الله محسود او ولي الرحمن محسود بر خلاف، قاري حسين او حکيم الله محسود، چې سوچه ديوبندي عقیده او فکر یې لرلو، د سلفي افکارو تر سخت اغېز لاندې وو.خو کله چې دغه دواړه له دې نړۍ ولاړل، حافظ سعید خان هم پرېکړه وکړه چې له پاکستاني طالبانو خپله لاره بېله کړي.دا داسې وخت و چې داعش ډله ورو ورو په راټوکېدو وه،او د دغې ډلې بېلابېل پلاوي افغانستان ته په سفرونو بوخت وو. د داعش لومړی هدف د پاکستاني طالبانو له سلفي قومندانانو سره لیدل وو.
د افغانستان په ختیځ کې د داعش راټوکېدل
په دې لړ کې حافظ سعید خان اورکزي له داعش سره د یو ځای کېدو ژمنه وکړه او د حکومت تر واک لاندې قبایلي سیمو له پخوانیو جنګیالیو او د خیبرپښتونخوا سیمه ییزو قومندانانو سره یې په اچین کې د داعش د هغه وخت مشر ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړ. او د داعش بیرغ یې په لومړي ځل په افغانستان کې لوړ کړ. په دې توګه، داعش په رسمي ډول په افغانستان کې له پاکستاني طالبانو وزیږیدو.
خو ایا دا هر څه په دې ډول ترسره شول؟ د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر پر ۱۰مه د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند شاهد الله شاهد یوه ویډیو خپره کړه چې له خلیفه ابوبکر البغدادي سره یې بیعت په کې کړی و. د دې تر څنګ د خیبرپښتونخوا د هنګو ولسوالۍ مفتي حسن سواتي او خالد منصور هم د پاکستاني طالبانوڅنګ پریښود او له داعش سره یې بیعت وکړ.
له پښتونخوا څخه سوریې ته د وسله والو استول
تر دومره لوی ادلون بدلون وروسته د دوی لویه او اوږده کیسه تر دې ځایه ورسېده، چې هغه هم په ایډیالوژۍ پورې اړه لري او د هغې اغېزې نن ورځ په افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو پورې اړه لري.
په دې کیسه کې د حافظ سعید خان لومړۍ بڼه هغه وخت داسې وه چې داعش ډله پخپله اوسنۍ بڼه نه وه رامنځتهشوې.د کیسې لړ له هغې ځای راوتړل شو، چې القاعده ډلې له پاکستانه غوښتي وو چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد جګړې ته له دغه هیواده جنګیالي ور واستوي.
په دې لړ کې د حقاني شبکې د میرانشاه شورا غړي عزیزالله حقاني او د پاکستاني طالبانو حافظ سعید خان د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۱۴مه خپل جنګیالي د القاعدې په غوښتنه سوریې ته واستول.هلته، په سوریه کې د دوی اړیکې له جهادي ډلو سره نږدې او مستقیمې وې. په هغو کسانو کې چې سوریې ته تللي وو، د افغانستان د کونړ ولایت یو جهادي کس شیخ محسن سلفي هم و.
عبدالرحیم مسلم دوست چیرې او څنګه له سلفي عقېدې اغېزمن شو؟
عبدالرحيم مسلم دوست په ننګرهار کې يو بل سلفي جهادي و. چې د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته نوموړی ونیول شو او په ګوانتانامو زندان کې بندي شو.عبدالرحیم مسلم دوست د افغانستان د جهاد پر مهال د پاکستان له لومړنیو سلفي مجاهدینو څخه و.
مسلم دوست په اصل کې د شیخ جمیل الرحمان نږدې ملګری و. شیخ جمیل الرحمان هغه سړی و چې نه یوازې یې پر افغان مجاهدینو د کفر فتوا لګوله، بلکې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ دحزب اسلامي پر ضد یې هم په ځلونو جګړه کړې ده.
د ګوانتانامو بل بندي عبدالرووف خادم چې د هلمند اوسېدونکى دى، چې پخوا د افغان طالبانو د کوټې د شورا غړى و، د افغان طالبانو د سرچينو په وينا، د بند پر مهال له سلفي عقيدې اغېزمن شوى و، نو د ده لپاره ناشوني وه چې د ديوبندي عقېدې پيروي وکړي. د همدې دلیل له مخې عبدالرووف له مسلم دوست سره هم اړیکه ونیوله.
د تېر په څېر یو ځل بیا د دغو کسانو په ذهن کې د سلفي جهادي مذهبي ګوند فکر پیدا شو او په دې توګه عبدالرحیم مسلم دوست په ۲۰۱۴ کال کې په ښکاره د تحریک خلافت خراسان په نوم ډله جوړه کړه.
د پېښور د طالبانو د شورا غړی فاروق صافی هم ورسره ملګری شو. هغه په ۲۰۱۳کې د طالبانو لخوا د هغه د سلفي عقیدې له امله له ډلې څخه وشړل شو.
په لوګر کې د افغانستان خلافت تحریک رامنځته کېدل
خو څو اوونۍ وروسته د دغې ډلې له غړو سره د اختلافاتو له امله هغه له نصرالله پوپلزي، عبدالرووف خادم او په لوګر کې د سلفي طالبانو له پخواني قوماندان سعد اماراتي سره یو ځای د افغانستان د خلافت تحریک په نوم یو نوی خوځښت پیل کړ. د دوی په وینا، پاکستاني سلفي جهادي قوماندانان او جنګیالي (د تحریک طالبان پاکستان، لشکر طیبه، جماعت الدعوه او لشکر جهنګوي جنګیالیو په ګډون) یو ځل بیا د ۲۰۱۴ کال د اګسټ په ۱۴مه د پاکستان د خلافت تحریک جوړ کړ.
ډیری پاکستاني طالبان او قوماندانان چې د ملا فضل الله تر قوماندې لاندې جګړې ته چمتو نه وو افغانستان ته واوښتل. د تحریک طالبان پاکستان سلفي قوماندانان لکه د وزیرستان څخه عبدالبهار محسود، عبیدالله البشاوري، ابو سعد اورکزی، حافظ دولت خان، مفتي حسن سواتی، فتح ګل زمان، خالد منصور، شاهدالله شاهد او عمر منصور له وزیرستان، د تحریک طالبان پاکستان سلفي جهادي قوماندانانو سربیره د عمر منصور په څېرکسان هم موجود وو.
د «خلافت»کلمه په ۲۰۱۴ کې خورا زیاته اورېدل کېده، ان ابو حفص البلوچي د «بلوچستان خلافت غورځنګ»
په نوم خپله ډله جوړه کړه.
د ۲۰۱۴ کال د اګسټ په لومړیو کې، په افغانستان کې د «جنود خراسان» او «احرار الهند» په نوم وړو وړو ډلو د افغانستان په کونړ ولایت کې د پاکستاني طالبانو له جنګیالیو، ان عبدالولي چې په عمر خراساني هم مشهور و، اړېکې لرلې. خو د ۲۰۱۴ کال د اګسټ په میاشت کې، هغه په جلا توګه، د دغې ډلې نوم جماعت الاحرار ته بدل کړ، او فضل الله د پاکستاني طالبانو له تحریک څخه د وتلو یو بیان خپور کړ.د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر میاشت کې عمر خالد خراساني د «خلافت جوړولو» په نوم خپله مجله هم خپره کړه. هغه مهال د جماعت الاحرار د مشر په توګه د مولانا قاسم نوم هم راڅرګند شو، خو وروسته بېرته لرې شو.
په بغلان کې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي استازی
د افغانستان د بغلان ولایت اوسیدونکي قاري ولي الرحمان دغه حالت په پرلهپسې ډول څارلی و. لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، له ۲۰۱۲ راهیسې، جهادي جنګیالي له افغانستان او پاکستان څخه سوریې ته تګ راتګ لاره.په ورته وخت کې قاري ولي الرحمان له الشیشاني او ابوبکر البغدادي سره اړیکې درلودې او د ۲۰۱۴ کال په اپریل میاشت کې الشیشاني قاري ولي الرحمان ته د افغانستان د چارو د پرمخ بیولو دنده وسپارله.
د ۲۰۱۴ کال په جون کې کله چې ابوبکر البغدادي د خلافت اعلان وکړ، له هغه سره د قاري ولي الرحمان اړیکې هم ګړندۍ شوې. د ۲۰۱۴ په اګسټ کې، هغه له نږدې سلفي جهادي قوماندانانو سره ولیدل.ان د حقاني شبکې د میرانشاه شورا مشر عزیزالله حقاني هم د هغه اطاعت کاوه.
همدا عزیزالله حقاني و چې په حقاني شبکه کې په پاتې کیدو سره یې له داعش سره خپلې اړیکې ټینګې کړې. قاري ولي الرحمان د ۲۰۱۵ کال تر جون پورې په افغانستان کې د ابوبکر البغدادي د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله. همدا ډول د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۰مه د حافظ سعید خان اورکزي په ګډون د پاکستاني طالبانو د څو قوماندانانو د بیعت کولو یوه ویډیو خپره شوه چې د خراسان د خلافت تحریک له بېلابېلو برخو سره یوځای کیږي. او د افغانستان د خلافت تحریک او پاکستان خلافت تحریک سره یو ځای کیږي.
بیا د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۲۶ د داعش اصلي ویاند ابو محمد العدناني د خراسان ولایت په نوم د عراق او شام «سوریې»اسلامي دولت «داعش»ډله اعلان کړه. نو دغه ډول داعش ډله له تحریک طالبان پاکستان څخه وزږیده، لکه د افغانستان د پخواني جهاد په څېر چې له مجاهدينو وروسته طالبان پيدا شول.
په داعش کې دننه د پاکستاني طالبانو د ایډیالوژۍ اغېزې
د ۱۹۸۰یمې لسیزې په وروستیو کې دېته ورته حالت و. روسان له افغانستانه ووتل. د اسلامي حزب جهادي قوماندان شیخ جمیل الرحمان چې په ۱۹۸۶ کال کې یې د جماعت الدعوه و القران په نوم جلا ډله جوړه کړه. د ده باور دا و، چې د روسانو له وتلو وروسته په افغانستان کې د اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره فضا برابره شوې او باید د سلفي عقېدې پر بنسټ اسلامي حکومت جوړ شي.خو لکه څنګه چې څرګنده ده، ډیری افغانان د دیوبند حنفي عقیده لري، نو ډیرو جهادي ډلو له دغه نظر سره مخالفت پیل کړ.
د دې بنسټیزې مفکورې د پر ځای ساتلو لپاره عربي هیوادونو هم خپلې بسپنې د شیخ جمیل الرحمان لوري ته استولې. چې دغه کار د حزب اسلامي مشر هغه ته په غوسه کړ.خو د روسانو له وتلو وروسته دغه پوښتنه راپورته شوه چې افغانستان باید څنګه اداره شي؟ بیا په ۱۹۹۰ کال کې شیخ جمیل الرحمان په کونړ ولایت کې د اسلامي امارت په نوم سلفي حکومت رامنځته کړ.دغه نوی ګوند د حزب اسلامي له خوا مات شو. شیخ جمیل الرحمان په باجوړ کې پناه واخیسته خو هلته د ژوند کړۍ پرې راتنګه شوه او د ۱۹۹۱ کال په اګسټ کې ووژل شو.
د پاکستاني طالبانو او پاکستان تر منځ د سولې خبرو بهیر
کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه په افغانستان کې واک ته ورسېدل، هماغو پخوانیو تجربو ته په کتو سره یې د سلفي فعالیت، په ځانګړې توګه د داعش د فعالیت ډګر نور هم تنګ کړ.اند سولې د خبرو پر مهال یې په افغانستان کې مېشت پاکستاني طالبان محدود کړل. د پاکستاني طالبانو قوماندانان چې په سلفي عقیدو او خراساني لښکر، پر هند د برید او په نړۍوال خلافت یې عقیده لرله، د پاکستان له حکومت سره د خلافت تر جوړیدو پورې یې هر ډول تړون رد کړ.
ویل کېږي چې له پاکستان سره تړون به له هغو کسانو سره خیانت وي چې په دغې لاره کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دې عقېدې پلويان په مومندو ولسوالۍ عبدالولي چې په عمر خالد مشهور و او فقير محمد د باجوړ له ولسوالۍ څخه وو.د دوی د رضا کولو لپاره په خیبرپښتونخوا کې د پنج پیري عقېدې یو عالم مولانا طیب کابل ته واستول شو، خو هغه هم د هغوی د رضایت په ترلاسه کولو کې پاتې راغی.
اوسنی حالت
دا هغه مهم ټکی دی چې د تحریک طالبان پاکستان ځینې کړۍ په دې باور دي چې له افغانستانه د امریکا او د هغې د ملګرو له وتلو وروسته نور د امریکا ضد جهاد نه دی پاتې، نو باید په سیاسي توګه د شریعت د پلي کولو هڅې وشي. دا هغه کسان دي چې ډیری یې د حنفي عقیدې پالوونکي دي.
په داسې حال کې چې د ډیورنډ بلې غاړې ته ځینې داسې جنګیالي او قوماندانان شته چې په ډیموکراسۍ باور نه لري او په دې باور دي چې د خراسان لښکر تر جوړېدو، پر هند تر برید او د خلافت تر حاکمیدو پورې جهاد فرض عین دی.دوی په پولو باور نه لري، چې د دوی دغه عقیده واکمنو افغان طالبانو ته لوی سرخوږی ګرځېدلی دی.
داسې بریښي چې د دوی نړۍوال پروګرام نورو ته په زړه پورې دی. په افغانستان کې بیلابیلې مهمې سرچینې په دې باور دي چې پخوا داسې فکر کېده چې د پاکستاني طالبانو جهادي سلفیان به له داعش سره یوځای شي.خو اوس داسې ښکاري چې داعش له پاکستاني طالبانو سره یوځای کیږي.د دې اصلي لامل د داعش پر وړاندې د افغان طالبانو روان عملیات دي. پاکستاني طالبانو ته پناه ور وړل دوی ته لنډمهاله سوکالي او ارامتیا ورکوي، که نه دوی دا مهال لوی او اصلي هدف (د پاکستان فتح) ګڼي او دغه هدف په کلکه څاري.