هلمند کې یو کس د خپل ورور مېرمن د میراث حق د غوښتلو پر سر وژلې ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

له هلمند څخه سرچینې وایي، چې په کجکي ولسوالۍ کې د نيک محمد په نوم يو کس خپله ورېندار د میراث حق د غوښتلو پر سر په ډزو ویشتې او وژلې یې ده.

د وژل شوې مېرمنې خاوند یو کال وړاندي مړ شوی و او یادې مېرمنې له ۳ ماشومانو سره ژوند کاوه.

له هلمند څخه سرچينې د چهارشنبې په ورځ ( د وږي ۱۴مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې دغې مېرمنې نن د خاوند له ورونو څخه د هغې حق غوښتی، چې هغوی وژلې ده.

د هلمند کجکي ولسوالۍ د طالبانو امنيه قومانداني هم پېښه تايیدوي او وايي، چې د پېښې د پلټنې ترڅنګ د دغه کس د نیولو هڅه کوي.

د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د ښځو د تاوتريخوالي دا ډول پېښې خورا ډېرې دي.

تېره اونۍ د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې يو کس په چاړه د خپلې مېرمنې غاړه پرې کړې او وژلې يې وه.

ښځينه فعالانې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د بشري حقونو د بنسټونو نشتوالۍ، په کم عمر د نجونو ودول، نرواکه ټولنه او انساني حقونو ته د مېرمنو نه لاس رسۍ د دا او ورته نورو پېښو لاملونه يادوي.

د ښځو د حقونو فعالانې پر واکمنو طالبانو نيوکه کوي، چې پر مېرمنو د بنديزونو او محدويتونو سره - سره د دوی دا ډول ستونزو ته رسېدنه نه کوي.

نور خبرونه

رادیو