افغان لوبډله په هند کې په تمریناتو بوخته ده او راتلونکې دوشنبه له نیوزیلینډ سره لوبه کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

افغان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله په هند کې د جانټون ټراټ او نورو بهرنیو روزونکو تر څار لاندې په تمریناتو بوخته ده او د سپټامبر په نهمه به د نیوزیلینډ پر وړاندي د یوازینۍ لوبې په موخه د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په هند کې له تمریناتي کمپ څخه د افغان ملي لوبډلې د تمریناتو انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.


د افغان لوبډلې غړي وايي، چې د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازینۍ تېسټ لوبې د تر سره کولو لپاره بشپړ چمتوالی لري.
د هند په ګریټر نویډا کې د تمریناتو پرمهال د افغان لوبغاړو مشر روزونکي جانټن ټراټ ترڅنګ څو نور بهرني روزونکي هم په انځورونو کې لیدل کېږي.
افغان لوبډله به د روانې میاشتې په نهمه نېټه د دوشنبې په ورځ د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ د هند په ګریټر نویډا کې د نیوزیلنډ په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
افغانستان د ۲۰۱۷ کال د جون په ۲۲مه نېټه د ټېسټ لوبو غړیتوب ترلاسه کړ.
افغانستان تر اوسه نهه تېسټ لوبې تر سره کړې، چې درې یې ګټلې او شپږ یې بایللې دي.
افغانستان په ټېسټ سیالیو کې د نیوزیلنډ پرتله ډېره کمه تجربه لري.
افغانستان تردې مهاله دوه لوبې له بنګله دېش، دوه له زیمبابوې، دوه له اېرلینډ یوه، یوه له وېسټ اېنډیز، سریلانکا او هند سره کړې ده.

نور خبرونه

رادیو