جنيد بنسټ رحمت شاه سايل ته د کال د غوره شاعر جايزه ور کړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

جنيد بنسټ د پښتو د غوره شعرونو د ۳ کال جايزې اعلان کړې، چې پکې یې نوښتګر شاعر رحمت شاه سایل د کال غوره شاعر بللی او د زر ډالرو جايزه يې ورته ځانګړې کړې.

شاعران دغه بنسټ ته شعرونه ليږي او وروسته یې د ادبياتو یو څارپلاوی په انلاين ډول ارزوي، خو غوره شاعر له سیالۍ پرته ټاکل کېږي.

د جنيد شريف بنسټ له لوري د شعرونو په سياليو کې سږ کال کامله عزيزی او قيس هاشمي لومړي مقامونه ګټلي او هر يوه ته د ۵۰۰ ډالرو په ارزښت جايزې ورکول شوې.

په دې سياليو کې تقوا برهان شکوري او اسدالله نيازي دوهم مقامونه ګټلي او د ښه شعر لیکلو له کبله هره یوه ته د ۳۰۰ ډالرو جايزې ورکول شوې.

زمزمې غزل بيا د ۳۰۰ ډالرو په ارزښت د ازاد شعر په برخه کې جايزه ترلاسه کړې او د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت فوق العازه جايزه بیا کامران احمدزي ته ورکول شوې ده.

د جنید شریف بنسټ په نوښت له تيرو دريو کلنو راهیسي دا جايزه ورکول کيږي.

تېر کال ملالي کليوالي او نسيم ايسار په دې سياليو کې لومړي مقامونه ګټلي وه.

د دغه بنسټ له لوري تېر کال د پښتو بل مخکښ شاعر شاعر پيرمحمد کاروان ته فوق العاده جايزه ورکړې وه.

د دې بنسټ له

نور خبرونه

رادیو