پاکستانۍ لوبغاړې د کم عمره بوکسوهونکو اسیايي اتلولۍ کې د برونزو مډال وګاټه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د پاکستان د ښوونځي زدکوونکې عایشه ممتاز د پېغلوټو بوکسوهونکو اسیايي اتلولۍ په لومړۍ نیمايي کې د برونزو مډال وګاټه

نوموړې د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ کې نن د ویتنام لوبغاړې تای هنګ ین نګیان ته په ۴۶ کیلوګرامه وزن کې ماتې ور کړه.

نوموړې دې بري سره د روانو سیالیو منځلوبې ته ځان ورساوه.

۱۵ کلنه عایشه ممتاز د پنجاب د سرګودې اوسېدونکې ده.

نوموړې د پاکستان یوازنۍ پېغلوټې ده چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې ده.

نور خبرونه

رادیو