ټېلګراف: ښځو سره د طالبانو چلند یو "دیني عمل" نه دی، بلکې "بربریت" دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

ټیلیګراف ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د اروا په څېر ژوند کوي او طالبانو له دوی څخه ټولې هیلې اخیستي.

د دې شننې لیکواله وايي، چې نړۍ غلې نه شي پاتې کېدی او د ښځو د مقاومت غږ باید واورېدل شي.

هغې وويل، چې له طالبانو سره دې شاته تګ په توګه چلند وشي، نه دا چې امتيازات ورکړل شي.

سوزان مور په دې تحلیل کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو ویلي، چې طالبانو ته د هر ډول مشروعیت ورکول په یوه قیمت تمامیږي او دا بیه د انسان په توګه د ښځو له پامه غورځول دي. هغې وویل، چې د ښځو سره د طالبانو چلند یو "دیني عمل" نه دی بلکې "بربریت" دی.

د هغې په ​​وينا؛ طالبانو په افغانستان کې د ښځو غږ خاموش کړى او نړۍ يې يوازې ننداره کوي.

په دې مقاله کې د ټېلګراف کالم لیکونکې سوزان مور د طالبانو د هغه مشهور قانون پر ضد په اعتراض کې د ښځو د زمزمو ویلو کمپاین ته اشاره کړې، چې د ښځو غږ په کې"عورت" ګڼل شوی. هغې لیکلي، چې د ښځو سره دا ډول چلند "په سمه توګه د جنسیت د توپیر له مخې بېلګه" او ټکان ورکوونکی دی. هغې وپوښتل چې له طالبانو څخه نور څه تمه کېدای شي؟

هغې د مایا انجیلو مشهور نقل قول ته اشاره وکړه: " کله چې یو څوک تاسو ته خپل ځان ښکاره کوي، په لومړي ځل پر هغه باور وکړئ."

د اغلې مور په وینا؛ طالبانو د ۱۹۹۰ لسیزې له نیمایي راهیسې په ډاګه کړې وه، چې دوی څوک دي، خو "موږ لا هم پرې باور نه کوو."

په دې لیکنه کې ویل شوي، چې طالبانو د «شریعت د تفسیر، دیوبندي دودیز او وهابي خالصیت د پټو محافظه کاره پښتني قانون» پر بنسټ د ښځو په وحشیانه ډول تر پښو لاندې کول پیل کړي، له تعلیم او کار څخه یې بې برخې کړي دي.

د دې مقالې لیکواله د ۱۹۷۰ لسیزې د ښوونځیو هغو نجونو ته اشاره کړې، چې په خندا او لنډو جامو کې ښوونځي ته تللې؛ خو کله چې طالبان کابل ته راغلل ټولې هیلې یې له منځه لاړې.

یوازې د افغان مېرمنو خلاصون

په دې لیکنه کې له افغانستانه د نړۍوالو ځواکونو وتل تر پوښتنې لاندې راوستل شوي او ویل شوي چې "نن هیڅوک په رښتیا نه پوهیږي چې موږ ولې افغانستان ته لاړو".

د دې مقالې د لیکوالې په باور؛ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وحشتناک او بې ساري وتل، چې د ټرمپ له خوا پرې خبرې پیل شوې او د بایډن په مشرۍ پای ته ورسېدې، د افغان مېرمنو وحشتناکه پرېښودل وو.

هغې لیکلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ځینو ناسمو افکارو سره - سره چې ګواکې طالبان بدل شوي او د ۲۰۲۰ کال طالبان دي؛ خو له ښځو اساسي حقونه ترې اخیستل شوي او نړۍ لا هم ولاړه او ننداره کوي.

سوسن مور په خپل تحلیل کې وايي؛ پوتین د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې طالبان یو متحد ګڼي، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د طالبانو افراطیت یو ډول کلتوري دود بللی دی.

هغه وايي، ملګرو ملتونو او نادولتي سازمانونو په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه متضاد پیغامونه استولي دي.

د مېرمن مور په وینا؛ ملګرو ملتونو د طالبانو د مشرانو پر سفر بندیزونه لګولي؛ خو بیا هم دوی تګ راتګ کوي.

هغې په ​​دوحه کې د طالبانو د ځینو جګپوړو غړیو موجودیت ته اشاره کړې، چې پرمختللی ژوند کوي او لوڼې یې ښوونځيو ته ځي.

نوموړې د نیوکې په کولو سره لیکي، چې ملګرو ملتونو د دوحې درېیمې غونډې ته د طالبانو په بلنه او د طالبانو د حضور په بدل کې د ښځو او مدني ټولنې د ډلو د ایستلو په منظور، دغې ډلې ته جرات ورکړ.

د دې مقالې په یوه بله برخه کې د ټېلګراف کالم لیکونکې لیکي: "داسې ښکاري چې امنیتي مسایل لویدیځو هېوادونو ته د ښځو د حقونو په پرتله ډېر مهم دي."

هغه وايي، چې د غربي دولتونو له نظره هغه څه چې مهم دي دا دي چې سيمه نوره هم باثباته ده او د ترياکو توليد کم شوى دى.

نور خبرونه

رادیو