ډیلي ټېلګراف: طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون د پلي کېدو په موخه مخبرې ښځې ګومارلې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت یو شمېر ښځې د نورو هغو ښځو د پېژندلو لپاره د «جاسوسانو» په توګه ګومارلې چې د دغې ډلې له نویو قوانینو څخه سرغړونې کوي.

د راپور له مخې، د طالبانو له‌خوا ګومارل شوې ښځې په خواله رسنیو او بازارونو کې د ښځو د څارنې دنده پر غاړه لري.

ټېلګراف د دوشنبې په ورځ د (وږي په ۱۲مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د امربالمعروف په وزارت کې یو شمېر ښځینه کارکوونکې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د بندیزونو څارنه کوي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ښځو د څانګې یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ټېلګراف ته ویلي، چې دا ډله د نورو ښځو د څارلو لپاره دغو ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري.
دغه طالب چارواکي ویلي، چې د امربالمعروف وزارت له لوري په دنده ګومارل شوې ښځې د انسټاګرام په شبکه کې د ښځو اکاونټونه څاري او هغه ښځې په نښه کوي او په اړه یې راپور ورکوي، چې په کې ښځې د طالبانو له‌خوا د جبري حجاب له اغوستلو ډډه کوي.
هغه وویل: «تاسو پوهېږئ، چې انسټاګرام څنګه کار کوي ... دوی (ښځې) کولای شي خپلې پاڼې ته لاس رسی محدود کړي چې څوک یې ونه ګوري؛ مګر موږ داسې ښځې لرو، چې موږ ته د سترګو حیثیت لري.»
د طالبانو د ډلې د دغه غړي په وینا، له دغو ښځو څخه ځینې یې د نورو ښځو په اړه د مخبرۍ منلو ته اړ باسي او ځینې یې د پیسو په بدل کې دا کار کوي.
طالب جنګیالي هم د کوڅو په ګزمو کې له دغو ښځو سره ملګري وي.
هغه دا هم وویل، چې د طالبانو له‌خوا یو شمېر بندي شوې ښځې یوازې په دې شرط خوشې شوې چې د نورو ښځو د "ناقانونه" فعالیتونو راپور دغې ډلې ته ورکړي.
دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې دغه ډله د دا ډول دندې لپاره ډېرو ښځو ته اړتیا لري او دا مهال وضعیت ښه نه دی؛ ځکه کمې ښځې دې ته لېواله دي، چې دا کار د رضاکارانو په توګه ومني.
د ټېلګراف ورځپاڼې د طالبانو له‌خوا د نورو ښځو د څارنې لپاره له ټاکل شوې یوې ښځې سره هم خبرې کړې دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت یوه ۳۶ کلنه خبر ورکوونکې ګل نسا وايي، هغه هره ورځ په ښار کې ګزمې کوي، له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو او د ښځو د جامو پلورنځیو ته ځي او هڅه کوي هغه ښځې وپېژني چې د طالبانو له نویو قوانینو څخه سرغړونه کوي.
اغلې ګل نسا وایي،‌ کله چې هغه ښځې ګوري چې مخونه یا پښې یې لوڅې وي، یا د نارینه پلورونکو سره خاندي، د مستقیمې مداخلې څخه ډډه کوي او طالبانو ته راپور ورکوي چې وسله‌وال طالبان راشي.
دې ښځې وویل، چې له ښځو سره نیغ په نېغه له څه ویلو ډډه کوي ځکه چې ښځې ورته وايي:« ته هم ښځه یې. ته ولې داسې کوې؟»
ګل نسا وايي، ډېرې ښځې چې وپېژندل شي د طالبانو امنیتي پوستې ته بېول کېږي.
د طالبانو دغه ښځينه مخبرې وويل:« زه د هغو ښځو ملاتړ نه کوم، چې په واټونو کې لاريون کوي او د ټولو ښځو د استازيتوب ادعا کوي.»
هغې زیاته کړه، چې مظاهره کوونکې ښځې «د هغو مسلمانو ښځو استازیتوب نه شي کولای، چې له فحشا ستړې شوې دي.»
هغې وويل:« د ښځو لپاره رښتينې ازادي دا ده، چې په کور کې پاتې شي، خپل ماشومان وروزي، د خپلو خاوندانو خدمت وکړي او د بل څه په اړه فکر ونه کړي.»

د طالبانو له لوري د ګومارل شویو ښځو په وسیله د لاريون کوونکو ښځو نيول

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو شمېر ښځو په وار، وار په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د دغې ډلې د سیاستونو پر ضد لاریونونه وکړل.
دغو لاریونونو ته د طالبانو غبرګون د مظاهره کوونکو ښځو نیول او شکنجه کول وو.
د زهرا حقپرست په نامه یوې ښځینه مظاهره کوونکې ټېلګراف ته وویل، چې هغه د ۱۴۰۰کال په سلواغې میاشت کې د طالبانو د یوې ښځینه مخبرې له‌خوا ونیول شوه.
اغلې حقپرست زیاته کړه، چې یو شمېر ښځې ځانونه د ښځینه فعالانو په توګه معرفي کوي، د مظاهره کوونکو ښځو د واټساپ ګروپونو ته یې نفوذ کړی او د هغوی په نیولو کې یې مرسته کړې ده.
اغلې حقپرست وویل:« له دغو ښځو څخه یوه زموږ د واټساپ ګروپ ته ننوتله او زما د کور او کار ادرس یې طالبانو ته ورکړ.»
هغې وويل، چې د لاريونونو پر مهال نجونو چيغې وهلې او ويل يې چې «يو شمېر نورې نجونې په لاريونونو کې د دوى تر څار لاندې دي.»
دغه معترضه مېرمن وايي، هغه ښځې چې د طالبانو لپاره کار کوي ډېرې دي او ورځ تربلې یې شمېر په ډېرېدو دی.
په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو په خصوصي او عامه برخو کې د ښځو پر وړاندې پراخ بندیزونه لګولي دي.
د محرمیت په اړه د دغې ډلې نوی قانون چې په دې وروستیو کې تصویب شو، ښځې د "نا محرمو" نارینه‌و سره د خبرو کولو څخه منع کوي او د دوی غږ د "عورت" په توګه ګڼي.
مدني فعالان او د بشري حقونو کارپوهان د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د "جنسیتي تبعیض" یوه بېلګه بولي.

نور خبرونه

رادیو