انټر کانتینټال جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ګواټیمالا ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې پرون دوشنبه د (وږي ۱۲مه) د ګواټیمالا لوبډلې پر وړاندې پنځه ګولونه ووهل.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون د خبرپاڼې له مخې، دغه سیالي چې پرون له غرمې وروسته د کابل پر وخت دوه بجې د ټایلنډ په کوربه‌توب ترسره شوه افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته ۵-۴ ماتې ورکړه.

دا په انترکانټنینټل سیالیو کې د افغانستان لومړنۍ لوبه وه.
د افغانستان د فوټسال لوبډلې بله سیالي نن سې شنبه د کویټ پر وړاندې تر سره کېږي.

نور خبرونه

رادیو