فیصل کريم کنډی: د پاکستان بېلابېلو ورزشي برخو کې ډېر لوبغاړي د پښتونخوا دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د پښتونخوا والي فیصل کريم کنډی وايي، دامهال د پاکستان په بېلابيلو ورزشي برخو کې د لوبغاړو لويه برخه د پښتونخوا ده.

نوموړی وايي، په دغه صوبه کې د لوبغاړو کمی نشته او د پاکستان د نوم ځلولو لپاره د دوی د مالی ملاتړ هڅه کوي.

د پاکستان راډيو د سې شنبې په ورځ په يوه خبر کې ويلي، چې والي فیصل کريم کنډي د سکواش ښځينه لوبغاړو سره په لیدنه کې دا خبره کړې ده.

هغه د ورزش پر ارزښت خبرو کې په پښتونخوا کې د ورزشي فعالیتونو د ودې لپاره د یوه میکانيزم پر جوړولو ټينګار کړی.

د ښاغلي کنډي په خبره، په پښتونخوا کې د ورزشي استعدادونو کمی نشته، خکه دی هڅه کوي د بيلابيلو لوبو لپاره مالي ملاتړ پيدا کړي.

هغه وويل، د پښتونخوا ډېرو مشهورو لوبغاړو د پاکستان نوم ځلولی دی او د لا نور ځلولو لپاره د سپورتي چارو د ودې لپاره میکانیزمونه جوړېدل پکار دي.

د پښتونخوا لوبغاړو سره د توپیري چلن تور

خو د پښتونخوا خلک بیا ګیلمن دي چې د دې صوبې د لوبغاړو بریاوې نه ستایل کېږي.

د پاکستان لوبغاړی ارشد ندیم چې نېزه کې یې تېره میاشت په المپیک لوبو کې د سرو مډال وګاټه ان د دغه هېواد لومړي وزیر او ولسمشر وستایه.

خو په همغو ورځو کې د پښتونخوا د باجوړ عامر خان تایلنډ کې د تیکواندو نړیوال جام کې د سرو مډال وګاټه، خو پر مرکزي حکومت سربېره د صوبې په کچه هم چارواکو ونه ستایه.

عامر خان له ځايي رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې لاهور هوایي ډګر ته یې هم کوم حکومتي چارواکی هرکلی ته نه و تللی او یوازې د سوات ښاروال وستایه.

نوموړی وايي، له لاهور تر اسلام اباد او بیا پښتونخوا پورې په عامه ټرانسپورټ کې لاړ، خو یوازې کلي او سیمه کې یې خلکو هرکلی وکړ.

نور خبرونه

رادیو