کرېکټ؛ بنګلدېش په لومړي ځل له پاکستان څخه د ټېسټ لوبو لړۍ وګټله

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

بنګلدېش نن د کرېکټ په دویمه ټېسټ لوبه کې کوربه پاکستان ته په ماتې ورکولو سره اول ځل له دغه هېواد د دې د دې سياليو لړۍ وګټله.

د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم پاکستان ته د ۱۰ وېکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د بنګلدېش کرېکټ لوبډلې پاکستان ته په دويمه ټېسټ لوبه کې د ۶ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په دوهمه ټېسټ لوبه کې په لومړۍ پاڼې کې ۲۷۴ منډې جوړې کړي، چې بنګلدېش يې په وړاندي ۲۶۲ منډې وکړې.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په دويمه پاڼې کې ۱۷۲ منډې جوړي کړي؛ خو د بنګلدېش لوبډلې بيا ورپسې ۱۸۵ منډې جوړې کړې او په دې سيالیو کې يې د ۶ ويکټو په توپير پاکستان مات کړ.

دغه سيالۍ د پاکستان په کوربتوب په راولپنډۍ کې تر سره شوې.

دواړو هېوادونو له دې مخکې ۱۳ ټېسټ لوبې سره ‏کړې وې چې ۱۲ پاکستان ګټلې وې او یوازې یوه لوبه مساوي پای ته ‏رسېدلې وه.‏

نور خبرونه

رادیو