انټرکانټینینټال جام سیالۍ؛د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د کوېټ پر وړاندې لوبه کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د انټرکانټیننټال جام په سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کوېټ پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په دوه بجو پیلېږي.

د انټرکانينینټال جام سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌توب به بېنکاک ښار کې ترسره کېږي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې پرون دوشنبه د (وږي ۱۲مه) په دغه جام کې په خپلې لومړنۍ لوبه کې د ګواټیمالا لوبډلې پر وړاندې پنځه ګولونه ووهل او بریا یې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، ټایلنډ، ګواتمالا، کوېټ او نیوزیلنډ لوبډلې شاملې دي.
دغه سیالۍ (د وږي په ۱۰مه) پیل او د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې به دوام وکړي.
په دغه سیالیو کې د افغان ملي لوبډلې لپاره ۱۸ لوبغاړي غوره شوي دي.
افغان ملي لوبډله به له دغو سیالیو وروسته د نړۍوال جام سیالیو لپاره ازبکستان ته ولاړه شي.

نور خبرونه

رادیو