په روستیو کې خواشیني خبرونه خپاره شول:

  • څو میاشتې وړاندې په جرمني کې د یوه افغان په چړو یو جرمنی پولیس ووژل شو او څو تنه نور بد بد ټپیان شول.
  • بیا په فرانسه کې د افغانانو یو اعتراضي لاریون په تاوتریخوالي واوښت، داکیسې راروانې وې، چې...
  • همدا څو ورځې مخکې په پاریس کې د افغان ځوانانو د خپلمنځي اخ و ډب شرموونکې ویډیوګانې لاس په لاس شوې
  • بل خبر راغی، چې په جرمني کې د افغانانو په واده کې شخړه پېښه شوه، په چړو یې سره وهل، چې پولیسو یې د خلاصون لپاره اقدام وکړ، په دې شخړه کې پینځه پولیسان ژوبل شول...

زموږ د تاریخي غمیزې یوه کوشنۍ بېلګه همدا ده، چې هم په پردیو غوسه یو او هم په ځان. خو تاوان تر هر بل چا ځانونو ته ډېر اړوو.

یوه پایله يې دا وه، چې همدا څو ورځې مخکې د جرمنانو د صبر کاسه ډکه شوه. ۲۸ افغانان یې چې ګواکې مجرمان وو، په الوتکه کې کېنول او مخامخ يې په کابل کې کوز کړل. دا نور هېوادونه هم بحث کوي، چې جرمني ته ورته اقدام وکړي.

پوهېږم، چې د دې کرښو په لوستو به ګڼ افغانان استدلال کوي، چې جرمي او جنايي پېښې هرځای او د هر چا تر منځ پېښیږي او په دې کې افغانان استثنا نه دي.

بل استدلال به دا وي، چې افغانان په اوږمهالي کړکېچ کې زېږېدلي او رالوی شوي دي، د دوی روزنه تاوتریخجنه ده او ګواکې په تاوتریخجنو ولسونو کې دا پېښې کېدوني دي.

بل ډول استدلال هم کیږي: زموږ حکومتونه ملامت وو، د سمې روزنې لپارهیې هڅه نه کوله...

ځینې به خبره سیاسي کوي، چې دا د پلانیانو یا بستانیانو له لاسه.

خو دا یو استدلال هم موږ له هغې ملامتۍ ایستلای نه شي، چې باید په خپل حال مو فکرکولو ته مجبور کړي او د ټولیزې اصلاح لپاره ګډه ټولیزه حللاره و هڅه وپلټو. د هغه او دغه په ملامتولو او ښکنځلو هېڅ ستونزه حل کېدلای نه‌شي، بلکې لا پسې ژوره و پېچلې کیږي.

ټولنه له انسانانو رغېدلې، انسانان په کورنیو کې رالوییږي. کورنۍ – په تېره بیا په ختیزو ټولنو کې – د روزنې لومړنۍ زانګو ده. د ملي هویت او پېژاند زیانمنولو په وړاندې زموږ کورنۍ، زموږ ټولنیز ژوند چاپېریال او زموږ واکمنۍ ټول مسئولیت لري.

هغه میندې و پلرونه، چې خپلې ګاڼې، زمکې و کورونه پلوري، پور و وام کوي او د خپلې ډوډۍ پیسې بسپنه کوي، چې یو زوی بهر ته ولیږي. هم یې په وطن کې له بدو پېښو خوندي کړي، هم یې راتلونکې ورروښانه کړي او هم په دې تمه وي، چې هلته به کار وکړي او دوی ته به څه ګټه وټه ولېږي، خو همدا زامن دلته له مستۍ یا ناپوهۍ چړې واروي او د ځانونو، خپلو هېوادوالو یا کوربنو وینې بهوي. کاشکې میندو او پلرونو پرځان د دومره سختیو د زغملو ترڅنګ خپل زلمکیان سم روزلي هم وای او د ترخې خدای پامانۍ پرمهال یې دا هم ورته ویلي وای، چې جګړې مه کوئ، د خپلو کورنیو، وطن او ملت نوم مه‌بدوئ.

د پاریس پر سړکونو د بدرنګه شخړې بدمعاشان یا د جرمني په واده کې سره لاس په ګریوان خپلواند خپلو دغو لنډغریو لپاره دلایل نه لري. که تاسو یې وپوښتئ، چې ولې؟ باور لرم چې ځواب درته ویلای نه شي.موږ به یې په نورو د ملامتۍ وراچولو هڅې وکړو، دلایل به راپیدا کړو، خو ځانونه به قانع نه‌کړلای شو.

زه د جمهوریت په کلونو کې هم په اروپايي و امریکايي ښارونو کې ګرځېدلی یم، اوس هم ډېرو ښارونو ته ځم. د رېلګاډو په تم‌ځایونو، بازارونو، پلورنځیو او عامه ځایونو کې ځينې ډلې ډلې افغان زلمیان ګورم، له ورایه له خپلو بدو جامو پېژندل کیږي. پړانګي (کوماندو) پتلنونه و جمپرونه، پرې رازوړنده لمنې، یا کمیس پرتوګ، د ځینو پکولونه پر سر، یا توني شوې ولول غوړې څڼې، د ځینو برګ خیرن دسمالونه په غاړو، پورته کش کړې پایڅې، پس‌قات کرمچونه یا قومانداني بوټونه، لینګي بربنډ او د جونګیو په شان کاواکه کاواک تلل، په لوړ غږ خبرې، چیغې، خنداګانې، لاس اچول... یعنې څه؟

له سختو لارو راتېریږي، هر یو یې ګڼې ترخې خاطرې لري، چې په لاره یې ملګري و عزیزان مړه شوي یا ورک دي، دلته یې د منلو یا قبولۍ کارونه ځنډیږي، کار موندلای نه‌شي، ژورخپګان سره لاس وګریوان دي... دا هرڅه د دوی مجبوریت ګڼلای شو. په دې ټولو کې پردي ملامت دي، خو د دا ډوله جامې اغوستل، بدمعاشي کول، نجونې ځورول او شخړې و چړې وارول دا د چا له لاسه؟ او په دې کې څوک ملامت دي؟

هېره دې نه وي، چې د بهرمېشتو افغانانو په اړه تصویر بیخي تک‌تور هم نه‌دی، په ګڼو ښارونو کې افغان ځوانان کارکوي، زیار باسي، زدکړې کوي، ځلیږي، بریاوې لري. ځينې افغانان لوی لوی کاروبارونه لري، په کوربنو هېوادونو کې لوړو دریځونو ته رسېدلي دي، ټولنیزې مرستې کوي، ځوانمرده انسانان هم په کې کم نه دی. د دوی په اړه هم خبرونه شته، خو ډېر نه خپریږي. له بده مرغه تل دا بد او بدناموونکي خبرونه دي، چې د سرې د اور په شان چټک خپریږي او بهرمېشتې افغان ټولنې ته حیثیتي زیان وراړوي.

عربان، تورکان، دافریقايي هېوادو کډوال، چینایان، هیندیان، د ختیزې اروپا له هېوادو راغلي او په روستیو کې یوکراینیان هم په لویدیزو هېوادونو کې کډوال دي، په دوی کې هم جرمونه پېښيږي، دوی هم بې‌ازاره موسیچې نه دي، خو دوی له افغانانو سره دوه توپیرونه لري: لومړی توپیر یې دا دی، چې په دوی کې کاریګر، په سوداګرۍ بوخت او ګټندوی زیات دي او جرایم له مستۍ کوي، د دیپورت کېدو ویره هم ډېره نه لري، ځکه هېوادونه یې ودان او هوسا دي. دویم توپیر یې دا دی، چې په خپلو منځونو کې سخت سره متحد او متفق دي. د دوی ترمنځ خپلمنځي شخړې اول خو نه پېښيږي، که وي هم دومره شرموونکې نه‌دي لکه زموږ.

د دوی په شان موږ افغانان د مستۍ او بدمعاشي حق نه لرو، یو خو له یوه ډېر خوار، ویجاړ، جهل وجګړه ځپلي هېواده راغلي یو، بل په موږ هر یوه پورې د یوې کورنۍ ژوند او د امید سترګې ګنډلې دي. دا تظاهر هم ډېر کوو، چې ګواکې وطن مو راباندې ګران دی، مسلمانان یو او خپل ملي هویت ښه پالو، نو که د ځانونو او خپلو کورنیو پروا نه ساتو د افغان او افغانستان د ابرو او حیثیت فکر خو باید وکړو.

تاوان زموږ دی

اول باید دا ومنو، چې د دې کړنو تاوان زموږ دی.

  1. وژل کیږو، ټپیان کیږو، نیول کیږو، زنداني کېږو او بد ښکارو.
  2. خپل،د خپلو کورنیو او وطن نوم بدوو، افغان و افغانستان بدناموو او په خپل تاریخ کې بد نوم په میراث پرېږدو.
  3. لویدیزې ادارې دقیقې دي، هرڅه څاري. ژر غبرګون نه ښيي، خو باید باور ولرو، چې دوی اسناد ټولوي، هرڅه ګوري او بیا پرېکړه کوي، قوانین بدلوي او له خپلو هېوادونو څخه مو شړي، بندیانوي مو، ځوروي مو او د وراړولې بدنامۍ له لاسه نور بیچاره و مجبور افغانان چې راځي نه منل کیږي او په دې توګه د نورو افغان کډوالو په حق کې ظلم کوو.

حللارې

موږ نه ملي حکومت لرو، نه ملي بنسټونه چې زموږ له حقونو دفاع وکړي، له بدمرغیو مو بچ کړي او ښه مو وروزي.

مسوولیت د کورنیو او مخورو افغانانو دی.

ټول هغه پلرونه، میندې، خویندې و وروڼه و خپلوان چې بچي یې لویدیځ ته رالېږلي باید له دوی سره منظم اړیکي وساتي او که شوني وي هره ورځ یا په اونۍ کې څو ځلې له خپلو زلمکیو او ځوانانو سره خبرې وکړي. ویې پوښتي چې څه کوي؟ چېرته ځي؟ ولې ځي؟ له چا سره ګرځي؟ څه ستونزې لري؟ له څه ځوریږي؟ او څه پلانونه لري؟ ان چې ودې پوښتي: څه خوري؟ او څه ډول جامې اغوندي؟ څومره پیسې ګټي او څنګه یې لګوي؟

بهر میشتي افغان بنسټونه (ټولنې، فرهنګي و دیني بنیادونه)دې د امکان تر بریده له زلمیانو سره اړیکي ساتي او هڅه دې کوي چې واړه اختلافونه او دوښمنۍ په دودیزو لاروچارو ورحل کړي، چې لویې شخړې ورڅخه جوړې نه‌شي.

ملي غونډې او فرهنګي پروګرامونه ورته جوړ کړي او هلته له فرهنګي ابزارو کار واخلي او هویتي و ناموسي سرې کرښې ورپه‌ګوته کړي.

بهرمیشتي مخور افغانان، پوهان او ټولنیز شخصیتونه باید په دې اړه جدي بحثونه راپیل کړي، چې د داسې بدو پېښو ریښې او عوامل وپېژندل شي او د مخنیوي لارې چارې یې وموندل شي. همدا مخور شخصیتونه او ټولنې ښايی له کوربنو دولتونو اوبنسټونو سره د منظمو اړیکو او بحثونو په راپیلولو سره د هغوی مرسته وغواړي او د دغو ځوانانو د ستونزو په حل کې مشوره ورکړي.

هغه افغانې و نړیوالې رسنۍ چې غږ یې تر دغو ځوانانو رسیږي، ښايي په دې اړه ځانګړې خپرونې ولري او دغه ځوانان له قوانینو او هغو حقوقي وضعیتونو څخه خبر کړي، چې د داسې تخطیو د تکرار له امله ورسره مخامخ کیږي.

په یوټیوب، ټیک ټاکونو، فیسبوک، اېکس اونورو ټولنیزو جالپاڼو کې بوخت افغانان چې ډېر کتونکي، اورېدونکي او لوستونکي لري، هم په دې برخه کې اغېزناکه ونډه لرلای شي.

د دې ربړې مخنیوی زموږ ټولو ګډ مسئولیت دی. افغانان متل کوي، چې: « غریب خدای کړې، خیرن چا کړې؟»

موږ به جهل‌وجنګ ځپلي یو، خو که خپل ملي هویت او حیثیت په لوی لاس ویجاړوو او زیان وراړوو، په دې کې هیڅوک ملامت نه دي.

بل منطق یې دا دی، چې د افغانستان د کړکېچ لاملونه پردي دي، خو د رغون، ژغورنې او بدلون مسئولیت مو یوازې خپل دی، دا ویجاړې بل څوک راجوړولای نه‌شي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو